لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اشرف غني پاکستان ته سفر د دواړه هیوادونو اړیکو سمولو موقع په لاس ورکړی : ډېنېل فېلډمېن


د افغانستان او پاکستان لپاره د امرېکې ځانګړي استاذي ډېنېل فېلډمېن واېس آف امریکا ډیوه ټي- وي او ریډیو ته وېلي پاکستان ته د افغان صدر ډاکټر اشرف غني سفر دواړه هیوادونو ته غوره موقع په لاس ورکړی چې خپل منځي اختلافونه ختم کړي او په سېمه کې د روڼ صبا یو به دور ته داخل شي. د ښاغلي ډېنېل فېلډمېن سره دغه مرکه د ډیوه ریډیو همکار افتخار حسېن کړي. د دغې ویډیو مرکې سوال ځواب تاسو لاندی لوستې شۍ:

سوال: تاسو اوس اوس د پاکستان سفر کړی او هلته مو د پاکستان حکومتي چارواکوسره ملاقاتونه هم کړي. روان کال د دغې سېمې لپاره ډیر مهم پدی دی چې امریکاېي جنګي عسکر به د افغانستان نه اووځي. تاسو د یو مستحکم افغانستان لپاره د پاکستان نه کوم کوم ضمانتونه اغستي؟

ځواب:په روانو حالاتو کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د پاکستان لپاره د افغانستان نوي حکومت سره د کار کولو ډیره لویه موقع په لاس ورغلې ده. ځه په تیرو څو میاشتو کې څو څو واري پاکستان او افغانستان کې وومه. ما د افغان صدر د بېجنګ سفر هم اولېدو. ځه واېم روان حالت د پاکستان او افغانستان له پاره د خو اړیکو یوه نوی موقع ده.او مونږ کتلي هم دي چې پاکستان خپل صلاحکار افغانستان ته اولیږو، بیا د افغانستان صدر د پاکستان سفر نېټه کیښودی شوه. دا خبره ښکاره کوي چې دواړه هیوادونه لیواله دي چې په سیمه کې د امن او ثبات لپاره مخکې شي. او ظاهره ده چې امریکا به دغلته موجوده وي. زمونږ لس زره عسکر به په راروانو څو کلونو پوری پاتې وي. مونږ به په دغه سېمه کې د ټولو هیوادونو سره په ګډه کار کوو. او بیا په چېن کې دا نژدی غونډه کیدل هم ښاېي چې د دغې سېمې ثبات د ټولو لپاره مهم دی او دغه زمونږ لو مقصد هم.

سوال: څنګه چې تاسو اوېېل ډاکټر اشرف غني د پاکستان سره د غوره اړېکو خواهش لري. او په اسلام اباد کې د امریکا سفېر هم وېلي چې د تیرو وختونه د نوي وختونو سره د جوړښت موقع راغلې. ستاسو په فکر به په افغانستان کې د امریکا د سولې کوششونو ته څومره چېلنجونه مخ دي؟

سوال: دا حقېقت دی چې د پاکستان او افغانستان تر مېنځه د تاو تریخوالي یو زوړ تاریخ دی او ځنې پکې حقېقتونه هم دي چې مونږ يی منو هم. ما په خپله پېنځه کاله موده کې پدی ډیر کار کړی. مونږ د دواړه هیوادونو په اړیکو باندی اندیښنې لرلي. ځه بیا واېم د دواړه هیوادونو سره لویه موقع ده. ځکه دواړه هیوادونو په یو شمیر برخو کې یو بل ته ضرورت لري. دوي کولې شي د پولې دواړو خواو ته د ترهګرۍ په ختمولو کار اوکړي. اقتصاد او تجارت سوا کولو باندی کار سوا کړي. او د بجلۍ په شان په نورو برخو کې د یو بل سره همکاري سوا کړي. ځکه دافغانستان او پاکستان خلک ډیرو څیزونو ته ضرورت لري. او مونږ کتلي چې د پاکستان او افغانستان مشرانو د خپلو خلکو سره د دی ژمنې هم کړي.

سوال: په نژدیو ورځو کې د امریکا پېنټاګون لخوا کانګرس ته د پاکستان په اړه یو رپورټ هم وړاندی شوی وو. چې پاکستان اوس هم ځنې تندروه ډلې په افغانستان کې د خپلو مقصدونو لپاره استعمالوي. تاسو په اوسني حالاتو کې دغې رپورت ته څنګه ګورۍ؟

ځواب: دغه رپورټ د امریکا د دفاع محکمې لخوا جاري شوی او ځه به غواړم چې هغو پری خبری اوکړي. ځه دا واېم چې مونږ پدی خبره پوره پویه یو چې امریکا او پاکستان یو شریک دشمن لري څوک چې ترهګر دي. او مونږ دواړه ورسره په جګړه یو. نو مونږ د ا خبره یقېني کول غواړو چې د پاک افغان پولې دواړه خواو ته دغه دشمن پناه ځاې اونه لري. ځکه د ترهګرو د لاسه پاکستاني اولس تر ټولو زیات رسیدلې. او مونږ د پاکستاني اولس د دغو قربانو د زړه نه قدر کوو. مونږ له پکار ده چې د ترهګرۍ دغه نوغي ختمولو لپاره په شریکه کار اوکو.

سوال: تاسو د پاکستان داوالس خبره اوکړه. لږ تپوس د پاکستان د قباېلي سېمو د خلکو کوم. هلته پوځي عملیات شورو دي. امریکا دغې عملیاتو ته په کوم نظر ګوري؟

ځواب: مونږ د دغې عملیاتو ستاېنه کوو. او دغه عملیات د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره ډیر ضروري هم دي. او مونږ دا خبره هم یقېني کول غواړو چې د ټولو ترهګرو ډلو پرضد یو شان عملیات اوشي. مونږ غواړو چې دا ترهګر بیا دومره زور اونه مومي چې په پاکستان او افغانستان کې د اولس ژوند ته خطر جوړ شي. هغه امریکایان چې په افغانستان کې پاتې کېږي هغو ته او د امریکایانو ملګرو ته خطر جوړ نه کړي. پاکستان په تیرو څو کلونو کې د ۵۵ زرو نه سوا خلکو قرباني ورکړی ده. کومه چې د هیرولو نه ده.

سوال: تاسو د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف امریکا ته راتګ په اړه څه واېې، دا سفر څومره مهم دی؟

مونږ د جنرال راحیل شریف سفر ته سترګې په لار یو. ما د جنرال شریف سره څو اونې وړاندی ملاقات کړاو تفصېلي خبری می ورسره کړي. ځه د هغه د ژمنې او وعدی نه خبر یم. هغه غواړي چې د پاکستاني اولس حفاظت اوکړي. دا خبره یقېني کول غواړي چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کنټرول اولري. مونږ غواړو چې د جنرال راحېل شریف سره پدغه لړ کې خبری اوکړو. هغه به دلته په واشنګټن کې د پوځي مشرانو نه علاوه د حکومتي چارواکو سره هم ملاقاتونه کوي. او د هغه کسانو سره به هم ویني څوک چې په پالېسۍ جوړولو کې لاس لري. ډیر تود هرکلې به ورته وېلې کېږي او دا ځکه چې مونږ ته معلومه ده د امریکا او پاکستان دوه اړخیزه اړیکې څومره مهمې دي.مونږ د پاکستان د اولسي حکومت سره مضبوطې اړیکې غواړو او د پاکستان دپوځ سره هم د اوږدی مودی ملګرتیا غواړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG