لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باران په چکدره اوشو او خره يي د راموړې يوړل!


د کلي ټول خلک په پېښور کې د سکول د ماشومانو په قتلان داسې خفه وو لکه چې دغه ټول د دوي سکه خپل بچي وي، هر سړي به ووييل چې آخر ددغه قاتلانو هډو زړونه نه وو چې د ګلونو په شان بچي يي په داسې ناترسۍ قتل وتل کړل، هر چا وييل بس دی ډېره اوشوه، دا ظلم نور د زغملو نه دی، که حکومت د دغې قاتلانو په ضد نه راپاسي نو پکارده چې اولس په يو چغه د دغو ظالمانو په مرکز ور اوخېژي او ټول ملک ترې پاک کړي،

نوازشریف راحېل شريفه بس دې ډېره اوشوه

په شرافت باندې کار نه کيږي نه امن راځي

يا د پښتون بچي قاتل ته تېزندي واچوۍ

يا استفا ورکړۍ په لاسو کې بنګړي واچوۍ

دا غوښتنې کلي په کلي او ښار په ښار کېدې چې آخر د پاکستان سياسي مشران هم په جذبه کې راغلل، او ملي امنيت د خوندي کولو د پاره يي د پارليمان نه نوې تګ لاره منظوره کړه، او فوراََ يي له يو مودې راهسې د پانسۍ د سزا ګانو نه پابندي هم اوچته کړه،

د حکومت په دې فېصله اولس يو څه مطمېن شو، خو زمونږه د کلي شېرداد کاکا پې يقين نه کوو

٫٫ پرېږده مړه ، که د دې وطن مشران دومره نران وې چې ترهګرو او بدماشانو ته يي څه وييلې شوې نو داسې ظلمونه به کېدل؟؟ ماته دا غله او ددوي ايمانونه معلوم دي، او چې په اخور کې دې لوي شي بيا یی غاښ مه ګوره٬٬

عمرګل کاکا شېرداد کا ته په دې خبره ډېر غصه شو،وېل مړه ته هسې د پاکستان د حکومت په خبرو يقين نه کوې، ته ګوره چې اوس درله د پښتنو د قاتلانو سره څه کوي، چې يو يو درله زوړندۍ او که نه ؟؟ چې بيا څوک په دې وطن کې ترهګري يا د ترهګرو ملګري څنګه کوي؟؟

ما په خپله هم د پاکستان په حکومت ډېر يقين نه کوو، خو بيا به مې زړه کې راغله چې په آرمي پبلک سکول کې په ماشومانو ډېر ظلم شوی او بيا په وژل شوو ماشومانو کې ډېر پخپله د پوځيانو بچي هم دي نو کېدی شي چې دا ځل ترې پاکستان بدل واخلي،

خېر، د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د جېلونو افسرانو د پانسي ګاټونو نه دوړې اوڅنډلې، او په زندانو کې د پانسۍ په مجرمانو ټټنګ شو،

بله ورځ د پنډۍ مشهور ښار کې لومړي دوه مجرمان په دار اوخېژول شوو، ولې دغه کوم د عامو خلکو قاتلان نه وو بلکه په پوځي صدر پروېز مشرف په حمله کې ککړ وو،

ماته د لومړۍ پانسيانو نه د حکومت د نييت او د شېرداد کاکا د شک اندازه اوشوه،

زه پوهه شوم چې د شېرداد کاکا خبره بېخي سمه وه، که په پاکستان کې ترهګرو هم خپله سزا ليدی نو ترهګري به يي ولې کولی

تر نن ورځې پورې نزدې 50 مجرمان پانسي شول خوپکې دپښتنو يو قاتل هم نه دې سزا شوی، او نه د ټولې پښتونخوا نه کوم قاتل په دار خېژول شوی ، چرته چې د ټول ملک نه زياته ترهګري شوې او لا کيږي لګياده، نو ددې پانسيانو نه به ترهګرو ته څه سبق ترلاسه کېږي؟؟ هم دا چې د پاکستان په نورو برښو کې چې څوک جرم اوکړي نو د سزا نه به نه بچ کېږي او د پښتنو په سېمو کې چې څه کوې هغه کوه، نه درته اولس څه ‌و‌‌ېلي شي او نه پوليس، چې څومره پښتانه وژنې، وژنه يي ، ددوي د تپوس هېڅ څوک نشته،

زه دا وايم چې د پېښور په سکول د خونړۍ حملې زور د پا کستان په جيلونو کې د هغه مجرمانو نه ولي اوځي چې ترهګرۍ کې نه دي ککړ؟

هغه د چا خبره چې باران په چکدره اوشو او خره‌ يي د راموړې يوړل!

پښتانه خو په دې طمه وو چې د دغه تنکي ماشومانو وينه به د پاکستان د حکمرانانو په پالېسوو کې بدلون راولي او د پښتونخوا په زندانونو کې له يو مودې راهسې په مزو سر ترهګر به يو په يو سرعام زوړند کړي چې دغه نور ترې سبق واخلي خو د پښتنو دغه سوچ يو وارې بيا په چپه اوخته، او د نواز شريف او راحيل شريف حکومت صرفهغه مجرمان په دار کړل چې د پنجاب يا د پوځ د پاره خطرناک وو، او کوم چې د پښتنو قاتلان دي او په جار د پښتنو د وژلو ‌‌ذمه واري اخلي، هغوي لا هغه شان د حکومت مېلمانه دي او رپوټونه وايي په جيلونو کې ورته د موبايل ټيلي فون، انټرڼت او يو شمېر نور سهولتونه ورکول کېږي، او ښه په ډاډه زړه د دغې جېلونو نه د پښتنو د وژلو منصوبې تړي!

نو ستاسو څه خيال دې چې د شېرداد کاکا ګمان د يقين برابر دی او که نه؟؟

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

XS
SM
MD
LG