لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : غلو ايدهي سنټر لوټلی


عبدالستار ايدهي وايي ، زما دپاره په پاکستان کې دا کومه نااشنا خبره نه ده ، دلته خلک د ټېکس پېسې غلا کوي ، او نورې غټې غټې غلاگانې کوي .
عبدالستار ايدهي وايي ، زما دپاره په پاکستان کې دا کومه نااشنا خبره نه ده ، دلته خلک د ټېکس پېسې غلا کوي ، او نورې غټې غټې غلاگانې کوي .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې غلو د خېرښېگړې ادارې ايدهي فاؤنډېشن مرکزي دفتر لوټلی ، دوه کروړه روپۍ او پينځه کلو سره زر يي ترې غلا کړي دي .

د خېرښېگړې خيراتي ادارې ايدهي فاؤنډې د مشر عبدالستار ايدهي زويي فېصل ايدهي د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، چې نن د اتوار په ورځ سحر لس بجې اته تنه غله په ميټهادر کې د ايدهي په مرکزي سنټر راغلي ، نقدې روپۍ او سره زر يي وړلي دي .

هغه ووئيل غلو د ايدهي مرکز کارکوؤنکي يرغمال کړي ، او المارۍ يي ماتې کړي دي . په المارو کې د چندو پېسې او د خلکو امانت اېښودي سره زر پراته وو ، او هغه يي لوټ کړي دي . فېصل ايدهي ووئيل په غلو کې څو کسانو پتلونونه او ځينو کميس پرتوگ اغوستي وو .

عبدالستار ايدهي چې خپله په دغې مرکز کې اوسيږي ، او د غلا په وخت هغه خپله هم په مرکز کې موجود ؤ ، او غلو هغه هم يرغمال کړی ؤ .

عبدالستار ايدهي خپله ميډيا سره خبرو کې ووئيل ، غلو زما سره کومه بدسلوکي نه ده کړې ، او نه يي راته څه وئيلي دي . هغه ووئيل زما دپاره په پاکستان کې دا کومه نااشنا خبره نه ده ، دلته خلک د ټېکس پېسې غلا کوي ، او نورې غټې غټې غلاگانې کوي .

د خيراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن په مرکزونو له دې وړاندې هم دغلا وړې وړې پېښې رامنځته شوي ، خو دغه لمړی ځل دی چې په مرکزي دفتر يي غله راغلي او په دومره غټه کچه يي ترې نقدې روپۍ او سره زر وړلي دي .

ايدهي فاؤنډېشن په ملک کې دننه تر ټولو زياتې موبائيل ايمبولنسې لري ، د بې وسو او يتيمانو دپاره يي خېراتي ايدهي هومز يا کورونه جوړ کړي ، او د ملک نه بهر هم د قدرتي افتونو په مهال عبدالستارايدهي خپله زپلو خلکو له د مرستو دپاره خېراتي سامانونه رسوي او د خلکو مرستې کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG