لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین وېلي پاکستان دی د اقتصادي لار په سرسیاسي اختلافونه ختم کړي


china pakistan economic corridor
china pakistan economic corridor

په پاکستان کې د چین او پاکستان تر منځه د اقتصادي راهدارۍ یا سي پیک په سر راپیدا شوي سیاسي اختلافونو وروستو په پاکستان کې د چین سفارت خانې لخوا په پاکستان غږ شوی د دغه منصوبې لپاره دې حالات سم کړي.

د خالي په ورځ د چین سفارت د ویاند لخوا خپور شوي بیان کې وېل شوي د دواړه هیوادونو لپاره ګټه لرونکي دغه منصوبو د پوره کولو لپاره د ګرد پاکستان د خلکو سره په شریکه کار کول غواړي. د ویاند تر مخه د اربونو ډالرو دغه منصوبو سره به د پاکستان اولس ته هم ډیری ګټی اورسیږي.

په بیان کې د سفارت لخوا وېل شوي په پاکستان کې دی ټول سیاسي ګوندونو تر منځه د رابطو په لار اختلافونه ختم کړی شي او د دغه منصوبی لپاره دی حالات سم کړي.

یاده دی وي چې د٤٦ؤ اربو ډالرو په لگښت سرهداقتصادي لارېدمنصوبې لاندېدچين دکاشغر ښار نه دپاکستان ساحليښار گوادر پورېدمواصلاتو، بنيادي ځاندرې اؤ صنعتونو جال غوړولى شي اؤ دپاکستان سياسي اؤ عسکري قيادت ددغه منصوبېدمکملولو اراده څرگنده کړې.

خو بلوچستان اؤ خيبرپښتونخوا صوبو کې قام پرسته سياسي مشران اؤ دپښتونخوا حکومت دپاک چين اقتصادي لارېدمنصوبېختيزې برخې ته دترجيح ورکولو اؤ پنجاب صوبې ته دزياتېگټې رسولوتور لگويخو مرکزي حکومت بيا ددغه منصوبېلاندې دهيواد ټولو برخو ته ديو شان گټې رسولو دعوه کوي.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک روانه اونۍ مرکزي حکومت تهخبردارى ورکړى وو دپاک چين اقتصادي لارېمنصوبه کې بهدخپلو حقونو ترلاسه کولو څخه نۀ پشا کيږي اؤ که چرېدغه منصوبه کېهغوي ته خپل حقونه ترلاسه نۀ شي نو داقتصادي لارېمنصوبه بهدکومې بلې صوبې هم نۀ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG