لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین او پاکستان د ملگرتیا سبب هندوستان دی؟


عین په هغه وخت چې د امریکې صدر براک اوباما د هند پوځې پریډ کې میلمه وو د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د بیجنگ په سفر وو او سمدستي په مطبوعاتو کې خبر خور شو چې سږ کال به اسلام آباد کې د ٢٣ م مارچ په مناسبت د پاکستان پوځ د اوو کالو د ځنډ ورسته پریډ کوي او د چین صدر ژې جن پنگ به په دې کې میلمه وي
عین په هغه وخت چې د امریکې صدر براک اوباما د هند پوځې پریډ کې میلمه وو د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د بیجنگ په سفر وو او سمدستي په مطبوعاتو کې خبر خور شو چې سږ کال به اسلام آباد کې د ٢٣ م مارچ په مناسبت د پاکستان پوځ د اوو کالو د ځنډ ورسته پریډ کوي او د چین صدر ژې جن پنگ به په دې کې میلمه وي

د پاکستان او چین تعلقاتو د مشترکه اقدارو یا د سوچ او فکر په یوالي نه ديی اډاڼه بلکه د دواړو هیوادونو د تعلقاتو یوه لویه وجه هندوستان دی. دا خبره واشنگټن کې میشته د چین د چارو کارپوه انیډریو سمال کوي.

"چین او پاکستان نه د مذهب، نه د قدرونو او نه د مفکورې یو والې لري خو بیا هم دواړه یو بل خپل کلک ملگري بولي،" اینډریو سمال دا وینا وي او ای ډیوه سره مرکه کې وکړه.

د چین خارجه وزیر وانگ يي اسلام آباد ته د خپل سفر په وخت خارج کې د خپل ملک تر ټولو لوې سفارتخانې پرانسته وکړه او رائټرز خبري اداره وايي چېن به په راتلونکې شپږو کلونو کې ۴٥ اشاریه شپږ ارب ډالره مصرف کوي.

عین په هغه وخت چې د امریکې صدر براک اوباما د هند پوځې پریډ کې میلمه وو د پاکستان د پوځ مشر جنرل راحیل شریف د بیجنگ په سفر وو او سمدستي په مطبوعاتو کې خبر خور شو چې سږ کال به اسلام آباد کې د ٢٣ م مارچ په مناسبت د پاکستان پوځ د اوو کالو د ځنډ ورسته پریډ کوي او د چین صدر ژې جن پنگ به په دې کې میلمه وي.

"چین د هر چاسره د تعلقاتو په هکله په خلاص مټ خبرو ته اماده وي خو د پاکستان سره د تعلقاتو په هکله بیخي خبرې نه کول غواړي،" دا خبره لیکوال اینډریو سمال خپل کتاب دي چائنا پاکستان ایکسس ایشیا نیو جیو پولیټکس یا د ایشیا کې د سیاست نوي لارې چارې او د چین او پاکستان روابط په نومې کتاب کې کړې ده.

اینډریو سمال وايي د دواړو ملکونو تعلقات نړیوال سفارتي اړیکو کې یو ځانگړی حيثت لري.

اینډریو سمال د واشنگټن مارشل فنډ نومې د څیړنې ادارې سره کار کوي او خپله يي بېجنگ کې ډیر وخت تیر کړی دی. نوموړي د یورپ او امریکې پارلیماني کمیټو او حکومتونو ته د چین د تعلقاتو په هکله خپل څیړنې شریکې کړې. د یورپ، امریکې او نړۍ په وتلو ورځپاڼو او رسالو کې د چین د خارجې تعلقاتو په هکله څیړنې چاپ شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو په وخت اینډریو سمال وویل چې د دواړو ملکونو د تعلقاتو یو لویه وجه د هند په هکله د دواړو مفاد دی.

سمال وايي پاکستان په دې علاقه کې ځانته یو اهم رول غواړي او چین غواړي چې د اسلامي نړۍ او مذهبي تندروو پیچلي چارو کې پاکستان د دوي ملگرتیا وکړي.

نور تفصیل اینډرو سمال سره د ډیوه ریډیو خبریال ارباب محمود علي سره مرکه کې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG