لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين: د نوي کال دستورې نمانځلو په مهال گډوډي کې ۳۵ کسان وژل شوي


د امدادي ټيمونو د چارواکو په وينا وژل شوؤ کسانو کې طالب علمان هم شامل دي .
د امدادي ټيمونو د چارواکو په وينا وژل شوؤ کسانو کې طالب علمان هم شامل دي .

د چين د سېلگرۍ په يو مقام باندې د نوي کال دستورې نمانځلو په مهال گډوډی جوړ شوی ، چې پکې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي او د ۴۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي .

د چين د سرکاري ميډيا ترمخه دغه پېښه د شنگهايي ښار په مينځ کې جوړ يو چوک کې په داسې مهال رامنځته شوې ، چرته چې نوي کال ته د هرکلي وئيلو دپاره زرگونو کسان راجمع شوي وو ، او خوشحالۍ يي کولې .

د امدادي ټيمونو د کارمندانو په وينا وژل شوؤ کسانو کې طالب علمان هم شامل دي .

د هوانگ درياب په ساحل د شنگهايي د سېلگرۍ په دغه مرکز هرکال د نوي کال دستوره راجوړيږي ، او د راپورونو ترمخه تېر کال په دغې ځايي راجوړه دستوره کې د درېو لکو نه زيات خلک رايوځايي شوي وو .

د چين د سرکاري خبري ادارې شنهوا ترمخه دستوره کې گډوډی د ځايي وخت مطابق په ۳۵ منټه دپاسه ۱۱ بجې شورو شوی ؤ ، خو دا نه ده مالومه شوې چې گډوډی جوړ څنگه شو ؟

راپورونه وايي چيني چارواکو د نوي کال په دستورو کې د خلکو د گڼو قابو کولو او ناوړه پېښو رامنځته کېدو باندې د تحفظاتو څرگندونې کړې وې .

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG