لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارسده : د پوليو په ټيم بريد کې يو کارکوؤنکی ژوبل شوی


د ملک په بېلابيلو برخو او خېبرپښتونخوا د نورو سيمو سره په چارسده ضلع کې له دې وړاندې هم د پوليو په ټيمونو بريدونه شوي دي .
د ملک په بېلابيلو برخو او خېبرپښتونخوا د نورو سيمو سره په چارسده ضلع کې له دې وړاندې هم د پوليو په ټيمونو بريدونه شوي دي .

د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې د پوليو په يو ټيم وسله والو ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې د پوليو د ټيم يو کارکوؤنکی سخت ژوبل شوی دی .

د چارسدې ضلعې د پوليس چارواکو په وينا ، دغه پېښه د شبقدر تحصيل په مونډه سيمه کې رامنځته شوې ، او پوليس وايي نامالومو موټرسائيکل سورو وسله والو د پوليو په ټيم په داسې حال کې ډزې کړي چې د پوليو کارمندانو په علاقه کې ماشومانو ته څاڅکي ورکول .

پېښه کې د پوليو د ټيم غړی ساجدخان سخت ژوبل شوی ، او روغتون ته وړل شوی دی .

د چارواکو په وينا د پوليو ټيم د ساتنې دپاره په علاقه کې پوليس ځايي په ځايې کړی شوي وو ، او حمله کوؤنکي د ډزو وروستو د موقعې څخه تښتېدلي دي .

د پوليو ضد څاڅکي ورکوؤنکی ټيم چې بريد پرې شوی دی ، د دغې ټيم يو غړي اصف خان وايس اف امريکا ډيوه ريډيو ته د پېښې په اړه ووئيل ، مونږ ماشومانو ته څاڅکي ورکول چې ډزې راباندې وشوې ، هغه ووئيل زما ملگری ولگېدو او ما په خپله ځان ورغورزؤ ، ځکه بچ شوم .

د پېښې پړه د طالبانو د جماعت الاحرار نومې ډلې وياند احسان الله احسان قبوله کړې ، او وئيلي يي دي ، د پوليو په اړه خپل پاليسي بيان جاري کوي .

چارسده کې د پوليو په ټيم دغه بريد په داسې مهال شوی چې دغلته د پوليو يو ورځنی کمپائن روان دی .

د چارواکو په وينا د پېښې رامنځته کېدو وروستو په علاقه کې د پوليو روان کمپائن نه دی ځنډول شوی ، او په ضلع کې د امنيت لا سخت گامونه پورته کړی شوي ، او پوليس ناکې شورو کړې دي .

د ملک په بېلابيلو برخو او خېبرپښتونخوا د نورو سيمو سره په چارسده ضلع کې له دې وړاندې هم د پوليو په ټيمونو بريدونه شوي دي .

د خېبرپښتونخوا صوبې په ۲۰ ضلعو او قبائيلي سيمو کې نن د پوليو ضد قطرو ورکولو کمپائن روان دی ، او راپورونه وايي نزدې ۲۰ لکه ماشومانو ته به د پوليو ضد قطرې ورکولی شي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG