لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کینیډا به په شام او عراق کې داعش خلاف بمباري ودروي


تیر کال انتخاباتو دپاره خپل مهم کې وزیراعظم ټروډیو داعش خلاف کاروائي کې د کینیډا د کردار ختمولو لوظ کړی و
تیر کال انتخاباتو دپاره خپل مهم کې وزیراعظم ټروډیو داعش خلاف کاروائي کې د کینیډا د کردار ختمولو لوظ کړی و

کینیډا اعلان کړی دی چې دا میاشت به په شام او عراق کې داعش خلاف هوائي بمباري ودروي.

د گل، دوشنبې، په ورځ خپل اعلان کې وزیراعظم جسټن ټروډیو وویل کینیډا به د فرورۍ په ٢٢ مه نیټه داعش خلاف بمبارۍ دپاره گمارل شوي خپل شپږ جنگي هوائي جهازونه بیرته راوغواړي.

تیر کال انتخاباتو دپاره خپل مهم کې وزیراعظم ټروډیو داعش خلاف کاروائي کې د کینیډا د کردار ختمولو لوظ کړی و.

جسټن ټروډیو ویلي د امریکې په مشرۍ کې اتحادي ځواکونو له خوا د داعش خلاف هوائي کاروائي د لنډې مودې دپاره خو گټه وره ده خو د اوږدې مودې دپاره د متاثره سیمو د ثبات دپاره گټه نه لري.

په بمبارۍ کې د برخه نه اخیستلو باوجود به هم د کینیډا هوائي جهازونه د څارنې او د اتحادي طیارو ته د تیلو رسولو په هلو ځلو کې شرکت کوي.

ټروډیو ویل شمالي عراق کې د کرد عسکرو د تربيي دپاره به کینیډا د خپلو ځواکونو په شمیره کې اضافه کوي او په سیمه کې به د هیواد پوځیان د ائنده کال د مارچ د میاشت پورې پرځائې وي.

په واشنگټن کې وائټ هاوس ویلي ټروډیو د صدر براک اوباما سره په ټیلي فون خبرې کړې دي او په شام او عراق کې د داعش خلاف په ورستیو ورځو کې ترلاسه شوو کامیابو باندې دواړو مشرانو غور وکړو. دواړو مشرانو منځني ختیځ نه بهر د داعش د حملو په تناظر کې ډلې ته د ماتي ورکولو په ضرورت زور واچولو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG