لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسامه بن لادن زوم ته دعمر قېد سزا اورول شوې


جج وئيلي ، چې د هغه په خيال ابوغېث وس هم د القاعده په اېجنډا قائم ولاړ دی ، چې د امريکايانو د وژنې دپاره هر څه کېدی شي .
جج وئيلي ، چې د هغه په خيال ابوغېث وس هم د القاعده په اېجنډا قائم ولاړ دی ، چې د امريکايانو د وژنې دپاره هر څه کېدی شي .

د امريکې يو عدالت د اسامه بن لادن زوم ته په ۱۱م ستمبر کال ۲۰۰۱ کې امريکا کې د ترسره شوې ترهگرۍ وروستو د القاعده د وياند په توگه د کردار ادا کولو په سر د عمر قېد سزا اورولې ده . کال ۲۰۰۱ کې امريکا کې شوؤ بريدونو کې نزدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو .

دامريکې په نيويارک د عدالتې کاروائۍ په مهال جج ليوس کپلان د اسامه بن لادن زوم ۴۸ کلن ابوغېث چې تعلق يي د کويت سره دی هغه ته په مخاطب کولو وئيلي دي چې هغه توقع نه کوي چې مجرم ته به په خپلو کړو پښېماني وي .

جج وئيلي ، چې د هغه په خيال ابوغېث وس هم د القاعده په اېجنډا قائم ولاړ دی ، چې د امريکايانو د وژنې دپاره هر څه کېدی شي .

راپورونه وايي د سزا اورولو نه وړاندې ابوغېث په عربۍ ژبه کې ووئيل ، چې هغه د خدايې تعالي د ذات نه علاوه د بل چا نه د رحم خواست نه کوي . هغه دا هم وئيلي چې جج هغه ته د سزا اورولو سره د سلگونو مسلمان ځوانانو تړلي لاسونه هم پرانستل .

د امريکايانو د وژنې د سازش او ترهگرو د مرستې کولو په تور د مارچ په مياشت کې ابوغېث ته سزا اورول شوې وه .

د استعاثې وکيل وئيلي ، چې هغويي د بن لادن په خواست چې په ويډيو کې هغه وينا کوي ، د هغې مقصد خپل پلوي کسان بهرتي کول ، د دې دپاره چې د ۱۱م ستمبر ۲۰۰۱ په ډول د ځان مرگي بريدونو مشن مخ په وړاندې بوځي .

ججانو د ۱۲م ستمبر د ويډيو ځيني برخې هم کتلي ، چې په هغې کې ابوغېث د بن لادن سره خوا کې د القاعده د سر دوه نورو مشرانو سره ناست ليدل شوی ؤ ، چې په هغې کې يوه ورځ وړاندې د ترسره شوؤ حملو په حق کې جواز وړاندې کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG