لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دیش پارلیمان د جماعت اسلامي د بندیز قانونو منظور کړی


د بنگله دیش جماعت اسلامي یو مشر دلاور حسین سعیدي د پولیسو په بدرگه کې عدالت ته بوتللی کیږي
د بنگله دیش جماعت اسلامي یو مشر دلاور حسین سعیدي د پولیسو په بدرگه کې عدالت ته بوتللی کیږي
د بنگله دیش پارلیمان د اتوار په ورځ هاغه قانون کې ترمیم منظور کړی چې ترمخه يي د جنگي جرمونو په لړ کې په جماعت اسلامي مقدمه چلول کیدی شي او په نتیجه کې يي په گوند پابندي هم لگول کیدی شي.
د بنگله دیش سرښار ډهاکه کې د قانون په منظوريدو په زرگونو خلکو خوشحالۍ ووکړې او غوښتنه کوي چې په جماعت اسلامي دې پابندي وولگول شي.
کال ١٩٧١ کې پاکستان نه د ازادۍ جنگ کې د جرمونو په الزام د جماعت اسلامي په یو شمیر مشرانو مقدمې شورو کړی شوې دي.
د بنگله دیش وزیرقانون شفیق احمد د فرانس خبري ادارې ای ایف پې ته ویلي د نوي قانون د لاندې د جماعت اسلامي په شمول په هر گوند د جنگي جرائمو خصوصي عدالت کې مقدمه چلول کیدی شي او که چرې فرد جرم پې وولگول شو نو سیاست کې د برخه اخستو پابندي پې لگول کیدی شي.
د نوي قانون نه وړاندې یواځې په انفرادي اشخاصو د جنگي جرمونو مقدمې چلول کیدی شوې.
د قانون نائب وزیر قمرالاسلام ایی ایف پې ته د نوي قانون په حقله ویلي دا په جماعت اسلامي د پابندۍ لگولو په لړ کې وړمبی گام دی.
د خالي په ورځ د بنگله دیش وزیراعظم حسینه واجد ویلي هغه به په جماعت اسلامي د پابندۍ ډله کوي.
جماعت اسلامي او د حزب اختلاف بنگله دیش نیشنلسټ پارټۍ د جماعت اسلامي مشرانو خلاف د جنگي جرائمو مقدمې په جعلي الزاماتو د سیاسي انتقام د پاره استعمالول کیږي.
دواړو گوندونو د قانون منظورولو د پاره د پارلیمان د غونډه کې برخه نه وه اخستې.
خو حکومت د حزب اختلاف دعوې ردوي او وايي مقدې د ازادۍ د جنگ پرهرونه جوړولو د پاره ضروري دي.
بنگله دیش کې د نوي قانون سازۍ په حقله د وائس اف ډیوه ریډیو خبریال افتخارحسین ډهاکه کې شاه دین ملک د ډهاکه یونیورسټۍ د قانون د څانگې مشر سره خبرې اترې کړې تفصیل یي تاسو دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG