لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله د بلاگ لیکونکو په قتل کې ٣ کسان گرفتار کړې دي


د بلاگ لیکونکو د قتل په لړ کې گرفتار د انصارالله بنگله ټیم دوه نور غړي سعد الناهین او مسعود رانا
د بلاگ لیکونکو د قتل په لړ کې گرفتار د انصارالله بنگله ټیم دوه نور غړي سعد الناهین او مسعود رانا

بنگله کې مامورین وايي په انټرنیټ بلاگ لیکونکو د قتل په لړ کې يي درې مشکوک کسان نیولې دي.

د بنگله دیش ریپډ ایکشن بټالین فورس ترجمان چې ترهگرۍ خلاف د هیواد خصوصي عسکر دي د نهې یا سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل نیول شوو کسانو کې توحیدالرحمان او د غیر قانونه گرځولې شوي اسلامي ډلې انصارالله بنگله ټیم دوه نور فعاله غړې شامل دي.

مشکوک کسان د گل یا دوشنبې په ورځ د بنگله دیش سرښار ډهاکه کې گرفتار شوې دي.

د ریپډ ایکشن بټالین فورس ترجمان وویل په گرفتار کسانو شک دی چې د اویجیت روی او د اننته بیجوی داس په قتل کې ککړ دي. اویجیت روی چې د امریکې شهریت يي هم لرلو سږ کال د فرورۍ په میاشت کې وژل شوی وو او اننته بیجوی داس د مۍ په میاشت کې وژل شوو وو. دواړه کسان په تبرونو وهلی شوې وو.

سږ کال بنگله دیش کې څلور بلاگ لیکونکې وژل شوې دي.

په گرفتار کسانو کې شامل اته پنځوس کلن توحیدالرحمان تفتیش کونکو ته ویلې هغه برطانوي شهري دی.

د بلاگ لیکونکو د قتل په ردعمل کې بنگله دیش انصارالله بنگله ټیم باندې پابندي ولگوله.

ویل کیږی په وژل شوو بلاگ لیکونکو باندې د اسلام خلاف د لیکونو شک کیدلو.

ایویجیت روی د ازاد ذهن په نوم بلاگ لیکلو. هغه د مذهبي بنیادپرسۍ د مخالف په توگه پیژندلی کیدو.

د مارچ په میاشت کې درېو حمله کونکو واسق الرحمان په ډهاکه کې ووژلو. هغه په اسلام تنقیدي مضمونونه لیکل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG