لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : لورالائي کې د ملېشې پينځه عسکر وژل شوي


د بلوچستان صوبې په بېلابيلو سيمو کې وخت په وخت دغه رنگ پېښې رامنځه کيږي ، او امنيتي ځواکونو باندې بريدونه کولی شي
د بلوچستان صوبې په بېلابيلو سيمو کې وخت په وخت دغه رنگ پېښې رامنځه کيږي ، او امنيتي ځواکونو باندې بريدونه کولی شي

د بلوچستان صوبې په لورالائي ضلع کې د ملېشې په چيک پوسته د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو کې د ملېشې پينځه عسکر وژل شوي ، او يو بل ژوبل شوی دی .

د راپورونو ترمخه د لورالائي ضلعې په ډکي سيمه کې د ملېشې ځواکونو په چيک پوسته د ډزو پېښه د زيارت او شورو د منځنۍ شپې په وروستې برخه کې رامنځته شوې ده .

د چارواکو په وينا پېښه کې ژوبل او مړي د لورالائي روغتون ته رسول شوي دي . او امنيتي ځواکونه د پېښې سره سم موقعې ته رسېدلي ، علاقه يې په گېره کې اخيستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .

سرچينې وايي ، وسله وال په چيک پوسته کې موجودو عسکرو باندې د ناتاره ډزو کولو وروستو د موقعې څخه په خپل گاډي کې تښتېدلي دي .

راپورونه وايي د قدرتي معدنياتو نه ډکه د لورالائي ضلعې ډکي علاقه کې د قبائيلي انښتو او بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو وروستو په دغې سيمه کې ملېشه ځايې په ځايې کړی شوې وه .

د پښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې ، خو چارواکي وايي اندېښنه لري ، چې پېښه کې بلوڅ بيلتون خوښي ککړ دي .

د تېرې اوږدې مودې راهسې د کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان په بېلابيلو سيمو کې له دې وړاندې هم په امنيتي ځواکونو وسله وال بريدونه شوي ، او مرگ ژوبله يې اړولې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG