لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : بمي چاؤدنه او ډزو کې درې کسان وژل شوي ، دوه ژوبل


بلوچستان کې د بمي چاؤدنې پېښه په چمن او د ډزو پېښه کوئټه کې رامنځته شوې ده
بلوچستان کې د بمي چاؤدنې پېښه په چمن او د ډزو پېښه کوئټه کې رامنځته شوې ده
د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د بلوچستان صوبې په چمن سيمه کې يوه بمي چاؤدنه شوې ، چې له امله يې د يوې زنانه په گډون دوه کسان ژوبل شوي دي . بلخوا ته د کوئټي په سيټلائټ ټاؤن کې د ډزو په يوه پېښه کې درې کسان وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د بلوچستان صوبې په چمن سيمه کې نن د گل په ورځ شوي بمي چاؤدنه د ملېشې او پوځي چهاؤڼې مخې ته شوې ده .
د سيمې د پوليس مشرمحمد اشرف ترمخه بارودي مواد په موټر سائيکل کې ځائي په ځائي شوي او په ريموټ ډزول شوي دي .
پېښه کې ژوبل کسان روغتون ته وړل شوي ، او ډاکټرانو د ژوبلو کسانو روغتيايې حالت د خطرې څخه بهر ښودلی دی .
بلخوا ته د کوئټې سيټلائټ ټاؤن په منيرمينگل روډ باندې وسله په يو گاډي ډزې کړي چې له امله يې گاډي کې سواره درې کسان وژل شوي دي .
د سرچينو ترمخه نامالومه موټرسائيکل سورو په منيرمينگل روډ باندې په لينډکروز گاډي باندې ډزې وکړې ، او د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي .
ځائي چارواکو وئيلي د ډزو په نتيجه کې دوه کسانو په موقع او بل په روغتون کې ژوند دلاسه ورکړی دی . د پوليس چارواکو په وينا پېښه هدفي وژنه ده .
چارواکي وايي د پېښې وروستو امنيتي ځواکونو علاقه په گېره کې اخيستې او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي .
د کړکيچ سره مخ صوبې بلوچستان کې د تېرې اوږدې مودې راهسې په بيلابيلو سيمو کې وخت په وخت فرقه ايزه او هدفي وژنې رامنځته کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG