د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د زيارت په ورځ د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي . د سرکاري ميډيا ترمخه د پېښور په رامداس سيمه کې د ډزو په يوه پېښه کې دوه پوليس هم ژوبل شوي دي .
د باجوړ ايجنسۍ ځايي چارواکي سهېل خان يوې بهرنۍ خبري ادارې ته وئيلي ، دغه پېښه د باجوړ ايجنسۍ په ډمه ډوله سيمه کې رامنځته شوې او د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي .
نوموړي وئيلي ، د ملېشې عسکر په داسې مهال په هدف شوي دي ، چې دويي د معمول د گشت نه بيرته کېمپ په لار وو . د امنيتي چارواکو په وينا د پېښې وروستو ځواکونه علاقې ته رسېدلي ، او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .
د ځايي ميډيا ترمخه تحريک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري په غاړه اخيستې ده .
د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته شوي ، او امنيتي ځواکونه په هدف شوي دي .