لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ : بمي چاؤدنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي


قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم وخت په وخت په امنيتي ځواکونو بمي چاؤدنې شوي دي .
قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې له دې وړاندې هم وخت په وخت په امنيتي ځواکونو بمي چاؤدنې شوي دي .

د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د زيارت په ورځ د سړک غاړې ښخ بم چاؤدنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي . د سرکاري ميډيا ترمخه د پېښور په رامداس سيمه کې د ډزو په يوه پېښه کې دوه پوليس هم ژوبل شوي دي .

د باجوړ ايجنسۍ ځايي چارواکي سهېل خان يوې بهرنۍ خبري ادارې ته وئيلي ، دغه پېښه د باجوړ ايجنسۍ په ډمه ډوله سيمه کې رامنځته شوې او د سړک غاړې ښخ بم په چاؤدنه کې د ملېشې درې عسکر وژل شوي دي .

نوموړي وئيلي ، د ملېشې عسکر په داسې مهال په هدف شوي دي ، چې دويي د معمول د گشت نه بيرته کېمپ په لار وو . د امنيتي چارواکو په وينا د پېښې وروستو ځواکونه علاقې ته رسېدلي ، او د پلټنې عمليات يې پېل کړي دي .

د ځايي ميډيا ترمخه تحريک طالبان پاکستان د پېښې زمه واري په غاړه اخيستې ده .

د افغانستان سره په پوله د پاکستان قبائيلي سيمه کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته شوي ، او امنيتي ځواکونه په هدف شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG