لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د باجوړ ايجنسۍ ۲۶ کم عمره جينکۍ په قرضو پېسو کې بنديوانې شوي


دغه ۲۶ ماشومانې چې د ټولو عمرونه د ۱۲ کلونو نه کم دي ، ټولې د باجوړ ايجنسۍ د مختلفو علاقو سره تعلق لري او د ټولو کورونه په خپلو کليو کي دي .
دغه ۲۶ ماشومانې چې د ټولو عمرونه د ۱۲ کلونو نه کم دي ، ټولې د باجوړ ايجنسۍ د مختلفو علاقو سره تعلق لري او د ټولو کورونه په خپلو کليو کي دي .

د پاکستان د قبائيلي سيمي باجوړ ايجنسۍ ۲۶ کم عمره ماشومانې جينکۍ د کراچۍ ښار لياقت اباد سيمه کې د کور نه ترلاسه شوي دي . پوليس وايي دغه جينکۍ د يوې نوم نه لرونکې مدرسې استازې په قرضو پېسو کې يو کور ته والا ته حواله کړي ، چې د پېسو راکولو پورې ته دغه ماشومانې ساتې .

د ښار د لياقت اباد سيمې د سپرمارکيټ تهاڼې پوليس افسر غوث بخش په وينا دغه ماشومانې د جمشېد ټاؤن د مدرسې نه د گل په ورځ ماښام يوې استازې په قرضو پېسو کې راوستي ، او په دغې کور کې يې دېره کړي دي .

وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پوليس افسر ووئيل ٫٫ په جهانگير روډ کومه بنگله ده ، پاسني چت کې پکې هغه استازه خپله اوسيږي او لاندې يې پکې مدرسه جوړه کړې ده ، چې نوم يي نشتی . پوليس د دغې استازې مالومات کوي ، چې مالومه يي کړي بيرته به يي ورته حواله کړي ٬٬ .

دغه ۲۶ ماشومانې چې د ټولو عمرونه د ۱۲ کلونو نه کم دي ، ټولې د باجوړ ايجنسۍ د مختلفو علاقو سره تعلق لري او د ټولو کورونه په خپلو کليو کي دي . دويي وايي ځينې درې کاله وړاندې او ځينې پکې څو مياشتې وړاندې کراچۍ ته راوستل شوي دي .

په دغو ماشومانو کې چې زياتې د خبرو کولو نه ويريږي ، خو ٫٫ پروين ٬٬ نومې جينۍ وايي زمونږ د کلي نوم بالم ښار دی ٫٫ هغه وايي زما درې کاله وشو چې دغې مدرسې ته راوستې شوې يم ، او د مدرسې نوم راته نه دی مالوم او کومې استازې چې دغې کور ته راوستي يو ، د هغې نوم راته هم نه دی مالوم خو هغه د پېښور ده ٬٬ .

يوه بله ماشومه ٫٫ رومان ٬٬ وايي زمونږ د کلي نوم پشت دی ، دغه ماشومه هم وايي درې کاله وړاندې راوستې شوې يم ، هغه وايي د کور نه د مور پلار په خوښه راغلې ووم ، خو وس خفه يم او ويم چې کلي ته لاړی ، ماشومه واي په دغې کور کې مو دوه شپې وشوې ، دغه کور والا راته ډوډۍ هم پوره نه ده راکړې او بل چا راته ډوډۍ راوړلې وه هغه مو خوړلې ده ٬٬ .

په دغو ماشومانو کې چې زياتې خبرې نه کوي او ځينې پکې ژاړي ، دويي وايي د باجوړ د پشت ، ډمبرې او بالم ښار کلو سره تعلق لري .

د دغو جينکو سره يوه پوخ عمره زنانه خانم بي بي هم دغې کور ته راغلي ده وايي زه د کوهاټ يم ، هغه وايي زه مې د خورزې په وينا راغلي يم ، زه هم هغه استازه نه پېژنم او نه يي راسره د موبائيل نمبرشته ، او د خورزې کور مې هم لرې دی ٬٬ .

د کور مالکه طاهره وايي زما خاوند ايوب د مدرسې والا سره کار کوي ، څلور لاکه روپۍ يي د مدرسې والا نه قرض اخيستې وې ، مونږ هغې ته دوه نيم لاکه روپۍ ورکړي او يو نيم لاک راته پاتې دي ، هغه مو ورله په قسط ورکولې خو هغې رانه نقدې په يو ځايي غوښتې ، مونږ سره روپۍ نه وې نو بيا راپسې هغې دغه ماشومانې کور ته راوستې چې د پېسو راکولو پورې دويي ته ډوډۍ ورکوه .

پوليس د طاهرې خاوند ايوب په تهاڼه کې بند کړی او وايي د مدرسې د استازې مالومات کوي چې هغه چرته ده . پوليس دا هم وايي دويي نورې پلټنې کوي چې دغه ماشومانې د قرضو پېسو په سر راوستل شوي او کنه بل علت يي شته دی .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG