لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باچاخاني پکار ده. خو ولې؟


د باچاخانۍ مطلب دادی چې د ټوپک، کوتک او تشدد په ځایې قلم، مينه او امن پکار دی- پښتون هنر مند کرن خان په خپل تازه البم کیف کې د باچاخان دغه فکر د خپلې چاربیتې (باچاخاني پکار ده) د اهنگ په هنر سینگار کړی دی- کرن د پښتو موسيقۍ په میدان کې په دغه موضوعاتي هڅه کولو ډیرو پښتنوستائیلی دی او ملاَ یې ورته ټَپولی ده ، ځيني خلقو په کرن د یو سیاسي گوند د پلويتوب تور هم لگولی دی خو کرن گڼي دغه تورونه ډیر اوپره اوډیر عامیانه دي- د ټولنيزه رسنیو ځيني فعالين واېي داسې بریښي نيوکي کونکي په کرن خان نه یواځې په بغضِ معاویه کې نیوکي کړي دي بلکه دعدم تششد د فلسفې نه هم ناخبره ښکاري- په تیرو څو کالو کې د پاکستان په خاوره د سیاسي مشرانو بینظیر بټهو، نواز شريف، عمران خان، الطاف حسين او نورو په سياسي ډله توب اډاڼه گڼ شمیر سندرې ویل شوي دي خو په باچا خانۍ کې د سیاسي نعره بازۍ په ځاېی د امن او مينې د پیغام پرچار شوی دی-

کرن خان
کرن خان

باچاخاني، گاندهي گیري، منډیلاتوب یا مارټن توب څه شی دی؟ پښتون خان عبدالغفار خان باچاخان، هندو کرن چند موهن داس گاندهي ، افريقاېي نیلسن منډیلا او تورپوستکی امريکاېي مارټن لوتر کينگ جونیر څلور داسې شخصیتونه دي چې ټوله نړۍ یې د تشدد خلاف د مکالمې او سياسي میدان په لاره د خپلو اولسونو د حقونو لپاره د مبارزه کونکو په توگه پیژني او عزت یې کوي-

په گاندهی هندوستانیانو، په منډیلا افريقایانو او په مارټن امريکایانو په سونو کتابونه ليکلي په سوونو ډرامې او فلمونه یې پری جوړ کړي او د سیاسي او نظریاتي اختلافونو باجود ورته اتلان واېي او احترام یې کوي- خو په حیرانونکي توگه په پاکستان کې په پښتون نسله باچاخان نه خو د فنونو او نه خو په علومو کې بشپړه تحقيق شوی دی. البته د باچاخان د عدم تشدد او دتعليم لپاره د هلو ځلو د مخالفت لړۍ د پخوا راهسې راروانه ده چې ځيني مُلانو به ویل د مدرسې تعلیم د دوزخ د غوپو سبب دی- وس هم د پاکستان دننه د پښتنو په سيمه کې طالبان سکولونه په بمونو الوځوي-

که چري باچاخاني د ټوپک، کوتک او تشدد په ځایې قلم، مينه او امن غوښتل دي نو دراصل د باچاخانۍ مخالفت د ټوپک ، کوتک او تششدد پلوي توب دی - په پښتونخوا، افغانستان او نړۍ یو شمیر برخو کې داعش، القاعده او طالبان د تششدد نه کار اخلي د خلقو سرونه قلم کوي او د خپلی خوښې نظام راوستل غواړي په کوم کې چې د یو سړي حکم ته ټول خلق تړل شوي وي-

د کرن خان په تازه البم کیف کې دغه موضوعاتي چاربیتې باچاخاني پکار ده په ټولنيزه رسنیو کې دا وخت تود بحث راپورته کړیدی- په فیس بک گڼو فعالينو په خپل مخ پاڼه د کرن عکسونه لگولي دي او واېي دوېي هم باچاخاني غواړي- وتلی دانشور او څیړونکی خادم حسین ليکي "زه دا لوظ کوم چې د هغه نظم لاندې به ژوند تیروم چې د خداېي خدمت گار تحريک اساس و" وتلی شاعر ممتاز اورکزئ ليکي " د کرن خان غږ په داسې وخت کې راپورته شو . چې دنيا په وينو او وحشت کي راګيره ده باچاخاني څه ده ؟؟ له جنګه کرکه. د امن سره مينه. د هر جابر او غاصب نه کرکه .او عدل او عادل سره مينه" زرين ذاده یوسفزی واېي "دپښتنو تر منځ تر بگنۍ ، دښمنۍ او نورې ټولنيزې ناخوالۍ حل کول باچاخاني ده"

کرن خان هنر مند
کرن خان هنر مند

د کرن خان په مخاليفينو کې یو تن چې په فیس بک د آصف خان اېي ډي لري او په باچاخانۍ یې سخت غبر گون ښودلی دی په خپل ليک کې افغانستان ته د ډیره سوخته افغوليستان لیکي، کرن خان ته کرنټ خان او ډم ليکي او واېي "کرن خان ښه ښکاره بکواس کوي چې باچاخاني پکار ده، یعني د پاکستان سره غداري پکار ده" آصف تور لگوي کرن خان د هند نه پیسې خوړلي او مشوره ورته ورکوي خپله کورنۍ دې افغانستان ته بوځي-

باچاخاني فیس بک عکس
باچاخاني فیس بک عکس

کرن خان په خپله چاربیته کې اخر څه ویلي دي؟ کرن واېي

"پښتنو داسې خوار وزار ولې یې؟

په سمه لاره شئ بې لار ولې یې؟

سوچ خو مو شته ، ستاسو د سوچ ترجماني پکار ده، باچاخاني پکار ده، خپله پښتو لکه د مور وساتۍ،

خپله حیا لکه د خور وساتۍ،

د ښو اخلاقو نمونې شئ وروڼو،

ځان له په هر کلي کې ورور وساتۍ،

د نفرتونو نه څه نه جوړیږي،

ددې جنگونو نه څه نه جوړیږي،

انسانيت او سړيتوب ایزده کړئ،

ددې ظلمونو نه څه نه جوړیږي،

تاسو د یو بله ویزار ولې یې؟

پاتې د مينې د اظهار ولې یې؟

پښتنه مينه پاکه مينه افغاني پکار ده، باچاخاني پکار ده-

د فیس بک یو فعال گوهر ننگیال واېي د آصف خان د پلار نيکه په سرکاري شناخت نامه کې پاکستان د هغه قومیت افغان ليکلی دی خو په افغانيت نيوکه کونکو ته پمعلومه نه ده چې د پلار قاميت یې څه دی- د پاکستان په تعليمي ادارو، ډوميسايل، محکمه مال او جایداد کاغذونو کې ټولو پښتنو ته د قامیت په خانه کې افغان ليکل کیږي-

په نړۍ کې وس د شخړو د حل د پاره په جدیدو علومو کې د کنفليکټ ریزولو شن په مضمون زیات زور ورکول کیږي ، کنفلیکټ ریزولوشن یا د شخړو د حل مضمون مطلب بالکل د باچاخانۍ د فلسفې په شان دی-

کله چې د یو تن په ذهن کې په څه خاص وجه د خپل حق اخستو لپاره تشدد وټوکېږي او بیا د هغه د ذهن دغه د تشدد یا جگړې ماده په منطقي مکالمې سره په عدم تشدد بدله کړې شي دغه خبرې ته د شخړو د حل لاره یا سټراټيجي وايي.

باچا خان (1890-1988) پښتون قام پرسته مشر او په جنوبي ایشیا کې د عدم تشدد د فلسفې ښوونکې ؤ، د هغه مفکوره دا وه چې د اولس د ذهن نه تشدد نچوړ کړي - باچاخان په خپله سیاسي مبارزه کې د 33 کالو قید تیر کړې دی – د باچاخان په رنگه د عدم تشدد د لارې د قامي گټو مبارزه په 19مه پېړۍ کې د هندوستان عظيم ليډر مهاتما گاندي، په شلمه پېړۍ کې د امریکې تور پوستکي سياست مدار مارټن لوتهر کينگ جونير او دافريقه عظيم ليډر نیلسن منډیلا هم کړې وه خو د پښتنون مشر په پرتله ېې مبارزه په گټه تمامه شوې وه- د پښتنو په ټولنه کې نن هم تشدد موجود دی او قامي غوښتنې یې لا منل شوي نه دي. وس هم لکه د پخوا په رنگه ځيني خلق داسې شته چې د باچاخانۍ چاربیته نه شي زغملي-


  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG