د اسټریلیا په سډني ښار کې په یوه چائیخانه کې د ١٦ گنټو پورې روانه د یرغمل لانجه ختمه کړی شوه. پولیس په چائیخانه ور وختل، یرغمل کسان يي ازاد کړل او د امریکې سي این این ټیلې وژن وايي وسله وال چې نسلً ایراني دی ووژل شو.
په چائیخانه کې چې کوم وسله وال خلک یرغمل نیولي وو، پولیس د هغه شناخت د هارون مونیس په نوم کړی دی چې نسلً ایرانی دی.
د سډني په چائیخانه یا کیفی کې د خلکو د نیول کیدو پیښه د گل یا دوشنبې په سحر د ښار په مرکز او د گڼي گوڼي ځائې کې شورو شوه. د بندوانو خلکو د شمیرې په اړه مختلفې اندازې لگول کیدې.
پنځه کسان د کیفې نه په وتلو کې کامیاب شوي وو. ټي وي تصویرانو کې لیدل کیدل چې د چائېخانې په کړکۍ کې تور بیرغ زوړند کړی شوی وو چې کلیمه پرې لیکلی شوي وه.
پولیس د کیفۍ شا او خوا ناکه لگولې وه او نزدې دفترونه او لارې کوڅې تړلی شوي وې. د سډني مشهور اپراه هاوس یا تهیټر هم تړلی شوی وو. پولیس هلته یو مشکوکه کسوړه موندلې وه.
پولیسو په چائیخانه د یرغل وړاندې ناتاره ډزې واوریدلی شوې.
ځېنې ناتائیده رپورټونه وايي په کیفۍ د پولیس ورماتیدو ورسته هلته نه ځېنې کسان په کټونو کې یوړلی شو.
د اسټریلیا وزیراعظم ټوني ایبټ ویلي د خلکو د یرغمل کیدو لانجه سیاسي اړخ لري.
پولیس ویلي یرغمل نیونکې کس پولیس سره رابطه کړې وه خو د هغه سره خبرې کونکو ته معلومه نشوه چې خلک يي ولې نیولې دي.
د هارون مونیس نوم ددې نه وړاندې هم مطبوعاتو کې ښکاره شوی وو. هغه افغانستان کې وژل شوي اسټریلوي عسکرو کورنیو ته خطونه لیکلې وو او افغانستان کې د هغوي په کردار يي نیوکې کړې وې. کال ٢٠١٣ کې د هغه د پخوانۍ ښځې وژنې په لړ کې هم د هارون مونیس نوم اخیستلی کیدو او د سږ کال په شورو کې هغه باندې په یوه ښځه د جنسي تیري په لړ کې فرد جرم لگول شوی وو.
سږ کال اسټریلیا د کور دننه تندلارو د لاسه خطر کچه پورته کړې وه. او گټلی کیږي چې شا او خوا ٧٠ اسټریلوي شهریان منځني ختیز کې د وسله والو ډلو په صفونو کې جنگیږي.