لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوبۍ: ټي ټوئنټي مېچ کې اسټريلياـ پاکستان ته ماتې ورکړه


د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمينځ په متحده عرب اماراتو کې د يو ټي ټوئنټي مېچ ، درې ون ډی او دوه ټېسټ مېچونو سيريز د نن څخه پېل شو .
د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمينځ په متحده عرب اماراتو کې د يو ټي ټوئنټي مېچ ، درې ون ډی او دوه ټېسټ مېچونو سيريز د نن څخه پېل شو .

دوبۍ کې د پاکستان او اسټريليا د کرکټ لوبډلو ترمينځ يواځيني ټي ټوئنټي (شل اووريز ) مېچ کې اسټريليا ـ پاکستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړې ده .

پاکستان د مېچ ټاس گټلی او لمړي بيټنگ کې يې ټول ټيم په ۹۶ رنزونو اؤټ شوی ؤ . اسټريليا ټاکلی هدف په څلورو وکټو سوځېدو په ۱۴ اوورو کې پوره کړو او مېچ يي وگټو .

د اتوار په ورځ دوبۍ کې د پاکستان اواسټريليا ترمينځ شوي مېچ ټاس پاکستان گټلی ؤ ، او کپتان شاهد افريدي د لمړي بيټنگ فېصله کړې وه . خو د پاکستان د ټيم يو کهلاړي هم په ښه بيټنگ کولو کې کامياب نه شو ، او ټول ټيم په ۹۶ رنزونو اؤټ شو .

د پاکستان لخوا زيات رنزونه سعدنسيم جوړ کړل او په ۲۵ رنزونو اؤټ شو . پاتې نورو لوبغاړو کې وهاب رياض ۱۶ رنزونه ، احمدشهزاد ۱۰، شاهد افريدي ۲ او عمرامين بغېر د رنز جوړولو اوټ شو .

د اسټريليا گلين په درې وکټو او کېمرون په دوه وکټو اخستو کې بريالي شو.

د اسټريليا په بېټسمېنانو کې ډيوډ وارنر يواځې ۵۴ رنزونه جوړ کړل ، او په څلور لوبغاړې سوځېدو د اسټريليا لوبډلې په ۱۴م اوور کې په اسانۍ سره دغه مېچ وگټو .

د پاکستان او اسټريليا کرکټ لوبډلو ترمينځ په متحده عرب اماراتو کې جوړ سيريز چې پېل يي نن د ټي ټوئنټي مېچ څخه وشو . سيريز کې به درې يو ورځني او دوه ټېسټ مېچونو کې دواړه ټيمونو يو بل ته مخامخ کيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG