لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ ائيرپورټ بريد کې 19عسکر اؤ مامورين،10 ترهگر وژل شوي


چارواکي وايي ترهگرو ځان سره د جديدو وسلو ترڅنگ لاسي بمونه اؤ خودکش جيکټونه لرل اؤ په دوؤ ټولو کې يې ځان ويشلى ؤ .
چارواکي وايي ترهگرو ځان سره د جديدو وسلو ترڅنگ لاسي بمونه اؤ خودکش جيکټونه لرل اؤ په دوؤ ټولو کې يې ځان ويشلى ؤ .

د پاکستان د ستر اقتصادي ښار کراچۍ د جناح نړيوال هوايي ډگر پشا د جهازونو په زړه اډه د اتوار په شپه ناوخته د ترهگرو لخوا شوي بريد کې د ائيرپورټ ساتونکو ځواکونو يا اى ايس ايف د اهلکارو پۀ گډون ۱۹ عسکر اؤ مامورين وژل شوي اؤ د پينځوؤ ساعتونو د اوږدو عملياتو څخه وروستو هوايي ډگر د ترهگر د منگولو څخه خلاص کړل شوى دی . تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد پړه په غاړه اخېستې .
د جناح روعتون ډاکټرې سيمې جمالي وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې پخلی کړی ، چې روغتون ته ۱۹مړي او ۲۶ ژوبل راوړل شوي دي ، چې درې پکې عام وگړي او نور ټول د ای اېس ايف ، پوليس او رينجر اهلکارو مړي دي .
نوموړې ووئيل د وژل شوؤ ۱۰ ترهگرو مړي هم روغتون ته راوړل شوي دي .
دپاکستان د پوځ وياند يا د ايي ايس پي ار مشر ميجر جنرال عاصم باجوه وايي په عملياتو کې ټول لس واړه بريد کوونکي ترهگر وژل شوي اؤ دهغوئ څخه لاسي بمونه، راکټ لانچرې، کلاشنکونه اؤ خودکش جيکټونه ترلاسه شوي دي.
د رينجرز ځواکونو د وياند لۀ مخې وژل شوي ترهگر اعلي تربيت يافته ؤ اؤ د شکلونو نه غيرملکيان معلوميږي.
خو د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهد الله شاهد د نامالومه ځايه څخه د ټيليفون د لارې مطبوعاتو سره خبرو کې د کراچۍ په هوايي ډگر د بريد پړه په غاړه اخيستې ، او وئيلي دي دا د حکيم الله محسود د وژنې بدل يې اخستی دی .
د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند زياته کړې دغه کارروايي يې درې مياشتې وړاندې کوله خو د حکومت سره د جوړ جاړي په وجه وروسته کړې وه .
امنيتي چارواکي وايي دغو ترهگرو ځان سره د وسلو ترڅنگ خوراکي مواد هم ائيرپورټ ته وړي وؤ اؤ مقصد يې په لويه کچه تباهي خورول ؤ خو د پوځي وياند له مخې د هغوئ ناوړه پلان امنيتي ځواکونو د خپلو سرونو په قربانو ورکولو شنډ کړى دى.
ددغه بريد په مهال د کراچۍ په هوائي ډگر گڼ شمير جهازونه ولاړ وؤ اؤ په سوونو مسافران اؤ د ائيرپورټ مامورين هم دغلته موجود وؤ.
د ترهگرو لخوا د ويشتل شوؤ لاسي بمونو د چاودنو په نتيجه کې د جهازونو په اډه کې د الوتکو ترڅنگ اور لگيدلى ؤ خو پاکستاني چارواکي وايي جهازونو ته کوم زيان نۀ د ى رسيدلى، اؤ مسافران هم ټول محفوظ کړل شوي وؤ.
دپاکستان دپوځ سرلښکر اؤ وزيراعظم نوازشريف امنيتي ادارو ته ددغو کاميابو عملياتو په ترسره کولو مبارکي ورکړې ده اؤ وئيلي يې دي ددغه ترهگريز بريد شنډولو سره پاکستاني ځواکونو ثابته کړې ده چې د خپل اولس اؤ ملي اثاتو د تحفظ غوره توان لري،
د اتوار په شپه پينځوپشت منټه دپاسه يولس بجې لس ترهگر د اى ايس ايف د ځواکونو په دريشۍ کې هوايي ډگر ته ننوتلي وؤ اؤ دننوتلو سره سم يې په امنيتي ځواکونو د څلورو څخه تر پينځوؤ لاسي بمونه وغورځول اؤ دهغې څخه وروستو يې د ډزو لړۍ پيل کړه .

د سندهـ صوبې وزيراعلي قائم علي شاه، کور کمانډر او د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن ددغه بريد څخه سمدستي وروستو ائيرپورټ ته رسېدلي وؤ او وزيراعلي قائم علي شاه خبريالانو ته وئيلي وؤ چې گڼ شمير ترهگر وژل شوي اؤ څو نور پټ شوي خو هغوئ به هم ډير زر ونيول شي يا به هم ووژلى شي.
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار مشر عاصم باجوه يو ټويټ کې وئيلي وؤ چې رينجرو او پوځ د ائيرپورټ سيکيورټي سمبال کړې ، او د ترهگرو په ضد په عملياتو بوخت دي . نوموړي وئيلي وؤ په ائيرپورټ موجودو جهازونو ته زيان نه دی اوختی ، او جهازونو کې ټول مسافر هم محفوظ دي .
د کراچۍ په هوايي ډگر د شوي دغې بريد له امله د هوايي ډگر څخه د الوتکو تلل راتلل ودرول شوي وؤ او د ائيرپورټ چارواکي پخلی کړى ؤ چې په هوائي ډگر د الوتکو تلوراتلو خدمات ځنډول شوي دي .
چارواکي وايي په هوائي ډگر د حمله کؤونکو سره خواوشا دوه زرو پوځي، د رينجر اؤ پوليسو ځواکونو جگړه جگړه کړې ، او حمله کوؤنکي يې ټول په ټوله وژلي دي .
د راپورونو له مخې دهوايي ډگر کومې برخې ته چې ترهگر ننوتلي وؤ هغې کې خراب جهازونه جوړيدل اؤ دغلته په پهره د ولاړو امنيتي ځواکونو شميره دهوايي ډگر د نورو برخو په پرتله کمه وي .
دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف ددغه بريد سره سم دکراچۍ د رينجرز ځواکونو دمشر سره ټيلي فوني تماس نيولى ؤ اؤ هغه ته يې وئيلي وؤ چې بايد په هوايي ډگر د ايسارو مسافرو د ژوند خوندي کولو سره سره ټول ترهگر انجام ته ورسوي .
دراپورونو له مخې د وزيراعظم د دغه امر څخه وروستو دپاکستان دپوځ اؤ نورو امنيتي ځواکونو کمانډوز په لويې شمير کې دکراچۍ هوايي ډگر ته رسيدلي وؤ ددغو ترهگرو په ضد په لويه کچه عمليات پيل کړي وؤ.
تر پينځوؤ ساعتو د امنيتي ځواکونو اؤ ترهگرو ترمينځ دمه په دمه د ډزو لړۍ روانه وه .
په هوائي ډگر په دمه دمه د ډزو اوازونه اوريدل کيږل ،او د جهازونو په زړه اډه هم د اور لمبې او اؤ پورته کيدونکي لوگي ليدل کيږل .
دپاکستان د دفاعي چارو څيړونکى طلعت حسين وايي د ترهگرو لخوا دکراچۍ په هوايي اډه ددغه بريد مقصد دادى ترڅو د حکومت اؤ طالبانو لخوا د سولې دخبرو اؤ ډزبندۍ ختميدو وروستو ترهگر دا پيغام ورکړي چې اوس هغوئ په پوره طاقت سره خپلو ترهگريزو بريدونو ته چمتو دي.
يو شخصي ټيلي ويژن سره خبرو کې ښاغلي طلعت وويل ددغه رقم بريدونو سره د ترهگرو مورال لوړيږي اؤ اوس به حکومت ته هم خپل پوزيشن واضحه کول وي چې هغوئ د ترهگرو په وړاندې څه پلان په لاس کې لري ؟
له دې وړاندې هم پاکستان کې په هوايي اډو دغه رقم ترهگريز بريدونه ترسره شوي جې په هغې کې د کراچۍ مهران ائيربيس ، کامره ائيربيس اؤ دپيښور هوايي اډه شامل دي خو دا موجوده بريد په داسې حال کې شوى چې د سندهـ صوبې وزيراعلي قائم علي شاه پخپله منلې چې د بريد څخه وړاندې ورته کراچۍ کې د ترهگرو لخوا د مهمو مقاماتو د په نخښه کولو اطلاعات ترلاشه شوي وؤ.
وړاندې څخه د ترهگرۍ د موجودو گواښونو باوجود د کراچۍ انټرنيشنل ائيرپورټ په څيرحساس مقام ته درنو وسلو سره دترهگرو ننوتلو کۀ يو خوا دپاکستان دحکومت اؤ امنيتي ادارو د صلاحيتونو اؤ ذمه وارو په هکله پوښتنې راپورته کړي نو بلخوا حکومت ته هم اوس دترهگرو ددغه رقم بريدونو په وړاندې د خاموشه پاتې کيدو عمل مشکل شوى دى

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG