لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : هرات کې د هند په قونصلگرۍ وسله وال بريد شوی


د افغانستان په پلازمينه کابل کې له دې وړاندې هم د هند په سفارتخانه په کال ۲۰۰۸م او ۲۰۰۹م کې دوه بريدونه شوي وو
د افغانستان په پلازمينه کابل کې له دې وړاندې هم د هند په سفارتخانه په کال ۲۰۰۸م او ۲۰۰۹م کې دوه بريدونه شوي وو
د افغانستان په لوئيديزه صوبه هرات کې نن د جمعې په ورځ سحر وسله والو د هند په قونصلگرۍ بريد کړی ، خو چارواکي وايي بريد کې د قونصلگرۍ غړو ته کوم زيان نه دی اوختی .
د خبري ادارې ای پي ترمخه د افغانستان په لوئيديز کې د ايران په پوله پرته صوبه هرات کې د جمعې په سحر د هند په قونصلگرۍ د وسله والو لخوا د شوي بريد په اړه د صوبې د پوليس مشر عبدالسميع وئيلي چې درې وسله والو په قونصلگرۍ د مختلفو اړخونو نه ډزې پيل کړي دي .
نوموړي وئيلي چې بريدکوؤنکو سره په مقابله کې دوه وسله وال وژل شوي دي ، او د حمله کوؤنکو په ضد عمليات روان دي .
يو بل ځايي پوليس چارواکي وئيلي ، خيال کيږي چې په قونصلگرۍ څلورو وسله والو بريد کړی دی ، خو پوليس او امنيتي ځواکونو قونصلگري او علاقه په گېره کې اخيستې ده .
د هند د خارجه وزارت وياند سيد اکبرالدين وئيلي چې قونصلگرۍ کې يې ټول هندي سفارتکار محفوظ دي . نوموړي يو ځايي ټي وي چينل سره خبرو کې وئيلي افغانستان کې يې قونصلگرۍ او د قونصلگرۍ غړو ته گواښونه وو .
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
د افغانستان په پلازمينه کابل کې له دې وړاندې هم د هند په سفارتخانه په کال ۲۰۰۸م او ۲۰۰۹م کې دوه بريدونه شوي وو ، او په دغو بريدونو کې ۷۵ کسان وژل شوي وو .
افغانستان کې د بدامنۍ او ترهگرۍ په پېښو کې زياتوالی په داسې مهال رامينځته شوی ، چې د روانې مياشتې په لمړو کې په هېواد کې وسله والو طالبانو د امنيتي ځواکونو ، حکومتي ملکي او بهر ملکي ودانو او چارواکو په ضد د ٫٫ خيبر ٬٬ په نوم د پسرلني عملياتو پيل کولو گواښ کړی ؤ .
او په عين حال کې په افغانستان کې د صدارتي ټاکنو د دوهم پړاؤ تيارۍ روانې دي ، او د جون په ۱۴ نيټه ټاکل شوؤ صدارتي انتخابونو کې په دوئم پړاؤکې دوه کانديدان عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي په ميدان کې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG