لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان نوي صدر اشرف غني احمدزي لوړه وکړه


د افغانستان نوي صدر په وسله والو مخالفينو ، طالبانو او حزب اسلامي د سولې بهير سره د يو ځايي کېدو غږو وکړو ، او ويې وئيل مونږ په هيواد کې دائمي امن غواړو. هغه ووئيل زمونږ پېغام د امن او سولې دی .
د افغانستان نوي صدر په وسله والو مخالفينو ، طالبانو او حزب اسلامي د سولې بهير سره د يو ځايي کېدو غږو وکړو ، او ويې وئيل مونږ په هيواد کې دائمي امن غواړو. هغه ووئيل زمونږ پېغام د امن او سولې دی .

د افغانستان نوي صدر ډاکټر اشرف غني احمدزي نن د گل په ورځ د هيواد د نوي صدر په توگه لوړه وکړه ، او د حامد کرزي د ديارلس کاله صدارت کولو وروستويي دغه څوکۍ سمبال کړه . مشر قاضي عبدالسلام عظيمي اشرف غني ته څوگند ورکړو .

د افغانستان په صدارتي ماڼۍ ارگ کې د نوي صدر په توگه د لوړې کولو وروستو اشرف غني احمدزي خپلو دواړو مرستيالانو رشيد دوستم او سروردانش ته لوړه ورکړه . اشرف غني احمدزي د گډ ملي حکومت چيف ايگزيکټيو (اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله او د هغه دوه مرستيالانو انجينئر محمد او حاجي محمد محقق ته هم لوړه ورکړه .

د افغانستان د نوي صدر د څوگند پورته کولو دستوره کې چې ۱۴۰۰ ميلمانه رابلل شوي وو ، پکې ۲۰۰ د بهرهيوادونو مشران او استازو هم گډون وکړو .

نوي صدر اشرف غني دستورې ته خپله اوږه وينا کې ووئيل ، د گډ ملي حکومت جوړول د واک د وېش په معنا نه دی بلکې د دندو وېش د خلکو د خدمت وېش دی . هغه ووئيل د گډ ملي حکومت په جوړېدو به يې نور ټول موازي حکومتونه د منځه ځي .

اشرف غني زياته کړه ، حکومت به يي خلکو ته ځوابدار وي ، او هڅه به کوي چې سياست د ناقرارۍ نه بلکې د ثبات وسيله وگرځي .

د افغانستان نوي صدر په وسله والو مخالفينو ، طالبانو او حزب اسلامي د سولې بهير سره د يو ځايي کېدو غږو وکړو ، او ويې وئيل مونږ په هيواد کې دائمي امن غواړو. هغه ووئيل زمونږ پېغام د امن او سولې دی .

نوموړي ووئيل د هيواد درېو مرکزي ادارو پارليمان ، مقننې او عدليي ته د خپلو خپلو دندو په غوره او سمه توگه ترسره کولو هم ووئيل .

اشرف غني د گاونډې هيوادونو ، اسلامۍ نړۍ ، يورپ ، امريکا او عربي هيوادونو يادگېرنه وکړه او ويي وئيل ، دويي د گاونډي هيوادونو څخه تمه لري چې ښه رويه ورسره وساتي ، او په گاونډي هيوادونو کې لاس وهنه ونه کړي . هغه د اسلامي ملکونو سره د ښو اړيکو ټينگولو او يورپ او امريکې سره هم د غوره تعلقاتو جوړولو ووئيل .

نوموړي په نړيواله ټولنه غږ وکړو چې خپلې مرستې د افغانستان قومي خزانې ته ورکړي ، او ډاډ يي ورکړو چې حکومت به يي دغه مرستې په موثره توگه وکاروي .

اشرف غني خپله وينا کې د انتخابي اصلاحاتو کولو يادونه هم وکړه .

دستورې ته اجرائيوي رئيس عبدالله عبدالله هم وينا وکړه ، او په خپلو خبرو کې يي ووئيل چې د سياسي موافقو لوظنامو ته ژمن دی .

د لوړې کولو د مراسمو نه وړاندې دستورې ته په خپله وينا کې د افغانستان تلونکي صدر حامد کرزي ووئيل ، نن د هيواد نوي منتخب صدر ته واک سپارم ، نن راته داسې ښکاري لکه چې زه د موقتي مشر په توگه ټاکل کېدم . نوموړي ووئيل تېر ديارلس کلونه اسان نه وو . اغزي وو طوفانونه وو او ماته دنده راسپارل شوې وه ، خو مونږ دغه دنده ترمنزله ورسوله .

حامدکرزي ووئيل ، نن وياړم چې نن منتخب صدر ته واک سپارم او زياته يې کړه ډاډه يم چې افغانستان به د صفر څخه د پېل کولو تجربه بيا تکرار نه کړي ، ځکه چې ځوانانو زده کړې کړي ، او زما د کار په پېل کې له نړيوالو سره د گډ کار کولو تجربه هم کمه وه .

کرزي زياته کړه زمونږ د افغانانو نيمگړی کار افغانستان کې امن راوستل دي . هغه د هغو ټولو هيوادونو چې د افغانستان سره يي مرستې کړي مننه وکړه ، او ويي وئيل ډاډه يم چې افغانستان په سم لوري روان دی ، او سولې ته به زر ورسيږي .

د نوي صدر د لوړې په مراسمو کې د پاکستان کې صدر ممنون حسېن ، د هند ، تاجکستان او ايران د لوړ پوړو استازو سره د اسماعيلي ډلې مشر کريم اغاخان ، د امريکې د صدر باراک اوباما قونصلر جان پوډسټا په مشرۍ لس کسيزه پلاوي ، او نورو هيوادونو د مېلمنو سره د خېبرپختونخوا نه د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان ، د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب شېرپاؤ او د پښتونخوا ملې عوامي پارټۍ مشر محمودخان اچکزۍ هم گډون درلود .

د لوړې په مراسمو کې د افغانستان قومي مشران ، د پارليمان غړي ، جهادي مشران او د ټولنې بيلابيلو استازو هم گډون وکړو .

د افغانستان په پلازمينه کې کابل کې نن د نوي صدر د لوړې د مراسمو په مهال کلک امنيتي گامونه پوره کړی شوي ، او راپورونه وايي ښار ته راتلونکې يو شمېر لارې هم تړل شوې وې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG