لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني : ترهگري نوره د زغملو نه ده


اشرف غني ووئيل ، ټول اولس او په ځانگړې توگه علما ، قبائيلي مشران او د مدني ټولنې غړي دې د ترهگرۍ په ضد په گډه غږ پورته کړي .
اشرف غني ووئيل ، ټول اولس او په ځانگړې توگه علما ، قبائيلي مشران او د مدني ټولنې غړي دې د ترهگرۍ په ضد په گډه غږ پورته کړي .

د افغانستان صدر اشرف غني احمدزی وايي ، د وسله والو لخوا تازه د ترهگرۍ بريدونه د دويي د سولې ارادي او هڅې نه شي ماتولی ، نوموړي په ټول اولس غږ کړی چې د وسله والو لخوا د خلکو د وژنې غندنه وکړي .

صدراشرف غني احمدزي نن د اتوار په ورځ کابل کې د بشري حقونو په مناسبت راجوړې يوې دستورې ته په وينا کې هېواد کې د ترهگرۍ د تازه پېښو په غبرگون کې ووئيل ، که د ترهگرو هدف دا وي ، چې مونږ به د سولې نه انکاري کړي ، نو دا دويي تېروتنه ده او که ترهگر فکر کوي چې دويي به په ترهگرۍ کمزوري کړي نو بايد دويي پوهه شي چې افغان ملت به کله هم ترهگري تسليم نه کړي .

نوموړي ووئيل ترهگريزبريدونه نور د زغملو نه دي ، دا نه اسلامي دی او انساني دی .

اشرف غني ووئيل ، ټول اولس او په ځانگړې توگه علما ، قبائيلي مشران او د مدني ټولنې غړي دې د ترهگرۍ په ضد په گډه غږ پورته کړي .

هغه په خپله وينا کې د کوم گاونډي هېواد نوم اخيستو پرته په اشاره کولو ووئيل ، چې د ترهگرۍ د خطر په ضد په گډه مبارزه پکار ده ، او بنيادي ضرورت دا دی چې مونږ دغه خطر په گډه د مينځه لرې کړو .

ښاغلي زياته کړه ، دويي په هېواد کې د تلپاتې سولې راوستو دپاره ټولې لارې چارې لټوي ، اود داسې گامونو پورته کولو هڅه کوي چې په هر اړخ د هېواد په گټه ثابت شي .

نوموړي څو ورځې وړاندې د پکتيکا په يحياخېلو کې د والي بال په مېدان کې شوي ځانمرگي بريد يادونه وکړه او ويي وئيل ، د پکتيکا په يحياخېلو کې ماشومانو څه گناه کړې وه ، هغه ووئيل دا کارونه نور د منلو نه دي او افغانستان پينځه زره کاله تاريخ لري او نور به هم دومره موده دوام ولري او څوک به يي مات نه کړي .

افغان صدراشرف غني احمدزي دغه خبرې په داسې مهال کړي چې تېره ورځ په کابل او هلمند کې د ځانمرگي بريد او ډزو په حملو کې د امنيتي عسکرو په گډون ۲۰ کسان وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG