لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اشرف غني سیاسي استاذی واېي پیرس کې د غني او نوازملاقات امکان لري


سیاسي څیړنکار د پښتنو مشرانو د کابل سفر په وخت افغان صدر اشرف غني د پاکستان سره خبرو اترو ته راځي کول یوه مهمه پرمختیا بلي
سیاسي څیړنکار د پښتنو مشرانو د کابل سفر په وخت افغان صدر اشرف غني د پاکستان سره خبرو اترو ته راځي کول یوه مهمه پرمختیا بلي

د افغانستان اولس مشر ډاکټر اشرف غني سیاسي استاذي ډاکتر محمد اکرم خپلواک واېس اف امریکا ډیوه ریډیو ته په یوه ځانګړی مرکه کې وېلي افغانستان غواړي د افغان طالبانو سره د امن لپاره خبرې پېل کړي خو زیاتوي پدی اړه افغان حکومت تازه دریز لري چې اول خبری د پاکستان سره اوکړي. ځکه چې پاکستان په افغانستان کې یو نا اعلانه جنګ شورو کړیدې او باید ړومبې دغه خبری باندې کابل ته تسلي ورکړي.

د ډیوه ریډیو همکار نوشیروان قلندر د یوی پوښتنې په ځواب کې اکرم خپلواک اوېل چې افغان صدر د پاکستان پښتون سیاسي قیادت اسفندیار ولي خان، محمود خان اچکزۍ او افتاب احمد خان شیرپاؤ په درناوي دا خبره اومنله چې اشرف غني به د پیرس په کانفرنس کې د پاکستان وزیراعظم نوازشریف سره ویني. او دغه رنګه ممکنه ده چې هلته درې اړخیزه غنډه هم اوکړي.

سیاسي څیړنکار د پښتنو مشرانو د کابل سفر په وخت افغان صدر اشرف غني د پاکستان سره خبرو اترو ته راځي کول یوه مهمه پرمختیا بلي. افغانستان د ملا عمر د مړینې خبر او ددې روستو افغانستان کې د پرله پسی غټو چاودنو پس وېلي وو، پاکستان په افغانستان کې د ورانۍ پالېسي نه ده پریښودی پدی وجه د پاکستان په مرسته د افغان طالبانو سره به څه رقم نورې خبرې نه کوي. د مرکې نور تفصیل په دې لاندینې اډیو فاېل کلک کولو سره اوریدې شۍ.

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:03 0:00

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG