لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: ترهګر له منځنۍ اسیا او پاکستانه راځي


ولسمشر اشرف غني دا څرګندونې د سويټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې د امريکا له سي این این ټلويزيون سره په مرکه کې کړې دي.

ولسمشر اشرف غني وویل ، دا خلک له افغانانو سره کومه لانجه نه لري ، دوى يوازې زموږ خاوره استعمالوي.

ولسمشر غني په خپله مرکه کې وويل، القاعده ډله بيا د راپورته کېدو په حال کې ده.

په دې وروستيو کې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې يا داعش راپورته کېدو هم د افغان چارواکو او د سيمې د هېوادونو اندېښنې پارولې دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د د سويټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم غونډه کې د سولې د ټينګښت پر لارو چارو خبرې وکړې.

په سويټزرلېنډ کې د افغانستان سفيرې ثريا دليل د جمعې په ورځ ناوخته مشال راډيو ته وويل چې ولسمشر غني د افغانستان په امن او اقتصادي پرمختګ پورې تړلو مسايلو باندې خبرې کړي .

ثريا دليلوايي ، ولسمشر ويلي چې غواړي په افغانستان کې يوه دايمي سوله ټينګه شي چې د افغانستان اقتصاد او د خلکو ژوند ورسره ښه شي.

د سويټزرلېنډ په ډېووس ښار کې د نړۍ د اقتصادي فورم کې دغه کلنۍ اقتصادي غونډه د چارشنبې پر ورځ پيل شوې چې نن د شنبې په روځ يې وروستۍ ورځ ده.

افغان ولسمشر اشرف غني دې نړیوالې غونډې ته دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. (خبر د مشال رېډیو په مننه)

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG