لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې القاعده طالبانو سره نزدې اړيکې لري،امريکايي پوځ


 دامريکا په مشرۍ دناټو دمشن وياند بريګيډير چارلس کليو لينډ کابل څخه دويډيو کانفرنس له لوري پينټاګان کې خبريالانو ته ويلي پخپله القاعده دافغان حکومت لپاره يو ستر ګواښ نه دى.
دامريکا په مشرۍ دناټو دمشن وياند بريګيډير چارلس کليو لينډ کابل څخه دويډيو کانفرنس له لوري پينټاګان کې خبريالانو ته ويلي پخپله القاعده دافغان حکومت لپاره يو ستر ګواښ نه دى.

دامريکا پوځ وايي القاعده افغانستان کې طالبانو سره دنزدې څخه کار کوي چې ورسره انديښنه راپورته شوې دغه ډله دافغان حکومت په ضد دافغان طالبانو دوړاندې څخه اعلان شوې جګړه نوره هم تُندولى شي.

دامريکا په مشرۍ دناټو دمشن وياند بريګيډير چارلس کليو لينډ کابل څخه دويډيو کانفرنس له لاري پينټاګان کې خبريالانو ته ويلي پخپله القاعده دافغان حکومت لپاره يو ستر ګواښ نه دى.

خو دهغه په قول القاعده طالبانو سره زيات کار کول پيلوي نو ځکه دغه ډله دافغان ځواکونو په ضد دطالبانو جګړه تُندولى شي.

پوځي وياند وويل القاعده طالبانو ته خپل مهارت او دغه رقم نور څيزونه وړاندې کولى شي.

هغه اندازه څرګنده کړې چې افغانستان کې دالقاعده د١٠٠ؤ څخه تر ٣٠٠ؤ غړي موجود دي.

هغه وويل که هر څو دهغوي شميره ديادونې وړ حده پورې کمه شوې خو ددې جوګه دي چې يوځل بيا راټول او ګواښ جوړ شي.

تيرکال دالقاعده مشر ايمن الظواهري افغانستان کې دطالبانو دنوي مشر ملا اختر منصور دملاتړ اعلان کړى ؤ.

او کليو لينډ وايي دهاغه وخت راهسې دهغوي ترمينځ زيات تماسونه ويني.

وياند وويل امريکا سږکال دجنورۍ څخه لمړي مارچ پورې افغانستان کې دسلو څخه لږ کم دترهه ګرۍ دمخنيوي عمليات کړي چې هدف يې دالقاعده او دداعش جنګيالي وو، داپريل مياشت کې يواځې ١٩ عمليات شوي دي.

دهغه داندازو ترمخه ددغو عملياتو سره افغانستان کې دداعش دجنګيالو شمير کې کمى راغلى او اوس دهغوي شميره ددريوو زرو څخه زرو ته راکمه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG