لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب کې د ٨ مشکوک ترهه ګرو دوژلو دعوه


دپاکستان د حکومتي ميډيا ترمخه دشورو په شپه دغه عمليات داستخباراتي معلوماتو په اساس شوي دي.
دپاکستان د حکومتي ميډيا ترمخه دشورو په شپه دغه عمليات داستخباراتي معلوماتو په اساس شوي دي.

دپاکستان پنجاب صوبه کې دترهه ګرۍ دمخنيوي دمحکمې پوليسو شيخوپوره سيمه کې دعملياتو په مهال داتوو شکمنو ترهه ګرو دوژلو دعوه کړې ده.

دپاکستان د حکومتي ميډيا ترمخه دشورو په شپه دغه عمليات داستخباراتي معلوماتو په اساس شوي دي.

دوژل شو دغو شکمنو ترهه ګرو تعلق ديو غيرقانوني تنظيم سره ښودل شوى خو دې لړ کې نور تفصيلات نه دي جاري کړل شوي.

پوليسو ويلي دي دوژل شوو جنګيالو دقبضې څخه وسله، ځانمرګي بريد کې کارول کيدونکي جيکټونه، چاؤديدونکي مواد او دحساسو ځايونو نقشې هم لاسته راوړل شوي يد.

دحکومت له لوري چې دکومو عملياتو لړ کې زيات تفصيلات نه ورکول کيږي دهغې لړ کې دبشري حقونو ډلې په عامه توګه دانديښنو څرګندونې کوي.

پوليسو شيخوپوره سيمه کې ددغو اتوو شکمنو ترهه ګرو دوژلو دعوه په داسې حال کې کړې ده چې روانه اوونۍ کې دپاکستان پوځ ټول هيواد کې دپټو ترهه ګرو په ضد داستخباراتي معلوماتو په اساس دلټونې دعملياتو منظوري ورکړې وه.

پاکستان دتيرو څو مياشتو په مهال ټول هيواد کې دتندلارو په ضد دکلکو ګامونو اخستو دعوه کوي خو ددې باوجود هم دغه هيواد کې اکثره مهال دجنګيالو له لوري ترهه ګريز بريدونه ترسره کولى شي.

ترهه ګرو ته دزيانونو رسولو په اړه دحکومتي او پوځي دعوو باوجود دخيبرپښتونخوا چارسده سيمه کې په باچاخان پوهنتون،، شبقدر کې عدالتي ودانۍ او سرښار پيښور کې دسرکاري ملازمانو په يو بس او دپنجاب په سرښار لاهور په يو پارک کې خونړۍ حملې شوي چې پکې په شلګونو خلک وژل شوي او ژوبل شوي وو.

ددغو حملو څخه وروستو مخالفو ګوندونو دترهه ګرۍ دمخنيوي په حکومتي تګلاره سختې نيوکې کړې وې او په حکومت يې پرته له کوم امتياز څخه دپنجاب په ګډون دهيواد ټولو برخو کې دسختو ګامونو اخستو غوښتنه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG