لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: حکومت دمخالفو ګوندونو د پلټنو تګلاره رد کړې


 دشورو په ورځ دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې غونډه شوې ده.
دشورو په ورځ دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې غونډه شوې ده.

دپاکستان حکومت دپاناما ليکس دپلټنو لپاره دجوړيدونکي عدالتي کميشن په اړه دمخالفو ګوندونو لخوا وړاندیز کړل شوې تګلاره رد کړى او ويلي يې دي مخالف ګوندونه دبډو رشوتونو پځايې وزيراعظم په نخښه کوي.

دشورو په ورځ دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې غونډه شوې ده.

دميډيا راپورونه وايي دلوړې کچې دغه غونډه کې دپاناما ليکس دپلټنو لپاره دمخالفو ګوندونو له لوري په تجویز کړل شوې تګلارې خبرې اترې شوي.

سرچينې وايي دغه غونډه کې حکومت په دې خبره اتفاق کړى چې قانوني پوهانو سره دخبرو اترو وروستو به دمخالفو ګوندونو په غوښتنو غور کوي.

تيره مياشت دپاناما لا فرم ”موساک فونسيکا“ کې نامعلومو سرچينو واشنګټن کې قائم انټرنيشنل کنسورشيئم اف انويسټيګيو جرنلسټس( ائي سي ائي جى) نومې يو تنظيم ته دفرم يو کروړ اؤ ١٥ لکه اسناد ورکړي وو چې ترې معلومه شوې د نړۍ ترټولو طاقتورو شخصياتو خپلو ملکونو کې دټيکسونو څخه بچ کېدو لپاره پيسه دملک نه بهر ليږلې اوهلته پرې کاروبارونه کوي .

دغو شخصياتو کې دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف ددريوؤ بچو مريم، حسن اؤ حسين نومونه شامل دي، ريکارډ څخه په ډاګه کيږي چې دغه کسان دبهرنو کمپنيو په ذريعه لندن کې دجائيداد مالکان دي.

ددغو انکشافاتو څخه وروستو وزيراعظم نوازشريف هيواد کې دمخالفو ګوندونو له لوري سخت فشار سره مخ دى او په تيرو څو اوونو کې هغه نه يواځې دا چې قام ته دوه ځله په ټي وي خطاب کولو ته مجبور شوى بلکې ددغه معاملې دپلټنو لپاره يې دسترې محکمې مشر قاضي ته دعدالتي کميشن دجوړولو لپاره خط هم ليکلى.

خو ددې باوجودهم پاکستان کې مخالف ګوندونه دحکومت له لوري ددغه کميشن په ضابطه کار نيوکې کوي او دوه لويې مخالف ګوندونه پيپلز پارټۍ او تحريک انصاف وزيراعظم نوازشريف څخه دمستعفي کيدو غوښتنې او په اولسي کچه داحتجاج کولو دړکې کړي دي

خو تيره ورځ دمخالفو ګوندونو تحريک انصاف، پيپلز پارټۍ او جماعت اسلامي په ګډون مخالف ګوندونه دوزيراعظم دمستعفي کيدو دغوښتنې څخه تير شوي او دعدالتي کميشن په اړه يې پخپل مينځ کې په تګلاره اتفاق کړى.

پخپل مينځ کې دصلاح مشورې وروستو دپاکستان مخالفو ګوندونو دستر قاضي په مشرۍ کې دپاناما ليکس دپلټنو لپاره ديو درې کسيز عدالتي کميشن غوښتنه کړې وه او ويلي يې وو دغه کميشن دې دوزيراعظم او دهغه دکورنۍ په ضد ددريوو څخه څلورو مياشتو کې پلټنې وکړي.

دشورو په ورځ دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍترسره شوې غونډه کې دواکمن ګوند مسلم ليګ(ن) مشرانو او وفاقي وزيرانو ګډون کړى.

دغه غونډه کې دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، دخزانې وزير اسحاق ډار، داطلاعاتو او نشرياتو وزير پرويز رشيد، دقانون وزير زاهد حامد، ددفاع وزير خواجه اصف او سينيټر ظفرالحق په ګډون لوړپوړو چارواکو برخه اخستې ده.

دميډيا راپورونه وايي غونډه کې وفاقي وزيرانو دمخالفو ګوندونو غبرګون رد کړى او ويلي يې دي حکومتي ضابطه کار کې دټولو څيزونو احاطه شوې ده خو غونډه کې پريکړه وشوه که چرې دحکومتي ضابطه کار په اړه دمخالفو ګوندونو له لوري کوم مثبت وړانديز مخې ته راغلى نو په دې خبرې کيدى شي او دغه لړ کې به مخالفو ګوندونو سره رابطه هم کولى شي.

دغونډې څخه وروستو يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وويل مخالف ګوندونه يواځې يو تن( وزيراعظم نوازشريف) په نخښه کوي.

دهغه وينا وه دمخالفو ګوندونو هدف بډې رشوتونه نه بلکې يو تن دى چې هغه وزيراعظم نوازشريف دى، چوهدري نثار وويل هغوي حقيقت په ډاګه کولو نه بلکې دوزيراعظم سپکاوي کې بوخت دي.

نثار وويل وزيراعظم ځان احتساب ته وړاندې کړى ترڅو دتورونو لړۍ ختمه شي.

هغه په مخالفو ګوندونو غږ وکړو دقام په وړاندې دهرڅه په ډاګه کيدو کې دې خنډان نه راولاړوي او سپريم کورټ ته دې لارښوونې هم نه کوي.

چوهدري نثار دعوه وکړه وزيراعظم دپاناما ليکس معامله منطقي انجام ته رسول غواړي خو مخالف ګوندونه دغه لړ کې يواځې دبيانونو جاري کولو څخه کار اخلي.

دکورنو چارو وزير پوښتنه وکړه دوزيراعظم څخه ددې څخه زيات دنور څه رقم خلوص دڅرګندولو غوښتنه کيدى شي چې هغه دوړاندې څخه په ډاګه کړې که چرې قصوروار ثابت شي نو کور ته به ؟

هغه دعوه وکړه مخالف ګوندونه نه غواړي چې دپاناما اسنادو معامله منطقي انجام ته ورسي بلکې هغوي معامله ځنډول غواړي.

دهغه وينا وه اولس دې بې لارې نه کړل شي او پوښتنه يې وکړه ايا مخالف ګوندونه په ستره محکمه باور نه لري؟

په دغه مهال دقانون وزير زاهد حامد وويل مخالف ګوندونه دوړانديزونو ورکولو پځايې دلمړۍ ورځې څخه دکميشن په ضابطه کار نيوکې کوي.

هغه وويل دمخالفو ګوندونو دضابطه کار هدف يواځې وزيراعظم دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG