د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف امر کړی چې د متحده قومي مومنټ (اېم کيواېم) ګوند د غړي افتاب احمد د وژنې پلټنې دې وکړی شي او په دغې اړه دې رښتيا مخې ته راوستل شي .
د اېم کيواېم ډلې د يو مشر فاروق ستار مرستيال افتاب احمد د نهې په ورځ د کراچۍ په جناح روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی ؤ .
اېم کيواېم ډلې وئيلي ؤ افتاب احمد درې ورځې وړاندې د خپل نه کور نه رېنجرو نيولی او اندېښنه يې څرګند کړې وه چې د رېنجر په بند کې پرې سخت تشدد شوی ځکه مړ شوی دی .
د رېنجرو لخوا تېره ورځ وئيل شوي وو افتاب د زړه د دورې نه ساه ورکړې ده . خو نن د رېنجرز مشر هم د افتاب احمد د وژنې د پلټنو کولو امر کړی دی .
د پوځ مطبوعاتي څانګې ائي اېس پي ار نن په يو بيان کې وئيلي چې د پوځ مشر جنرال راحيل شريف امر کړی د افتاب احمد د کېس د رښتياؤ معلومولو دپاره پلټنې وشي او په کېس کې دې انصاف و شي .
له دې وړاندې د رېنجرو په بيان کې بيان کې وئيل شوي وو چې د ډائريکټر جنرال بلال اکبر په امر د افتاب احمد د وژنې د علت معلومولو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده او پېښه کې په ممکنه توګه ککړ رېنجرز معطل کړی شوي دي .
د رېنجرز وياند وئيلي پلټنيزه کميټي به د رېنجرز سيکټرکمانډر کوي زر تر زره به پلټنې وکړي او رښتيا به مخې ته راولي .
رېنجرز تېره ورځ وئيلي افتاب احمد يې د وژنو، تاوان دپاره تښتوؤنو او د بېلابيلو جرمونو په تور کې نيولی ؤ او عدالت بيا رېنجرو ته د ۹۰ ورځو په ريمانډ ورکړی ؤ .
اېم کيواېم ډلې د نهې په ورځ غوښتنه کړې وه چې سترې محکمې او سندهـ هائيکورټ ججان دې د افتاب احمد په وژنه سوموټو نوټس واخلي، او عدالتي پلټنې دې وشي . اېم کيواېم نن د شورو په ورځ د غړي په وژنه د ماتم د ورځې اعلان هم کړی ؤ .
اېم کيواېم ګوند په کراچۍ کې د رېنجرو په مشرۍ روانو عملياتو باندې د تعصب تور لګوي چې دغه عمليات يواځې د اېم کيواېم ډلې په ضد روان دي .
اېم کيواېم دا هم وايي ۱۷۸ غړي يې بې درکه او ۵۶ ماورايې عدالت وژل شوي دي .
په کراچۍ کې د رېنجرو په مشرۍ دکال ۲۰۱۳م راهسې د وران کارو، شرخوښو په ضد هدفي عمليات دوام لري .