لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما وايي داسامه دوژلو په پريکړه سخت بحث شوى و


 اوباما دغه څرګندونې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن دوژل کيدو دعملياتو دپينځمې کليزې په موقع دګل په ورځ سي اين اين سره يوه مرکه کې کړي دي، دا لمړۍ موقع وه چې ښاغلي اوباما ددغه مشن دتفصيلاتو لړ کې خبره کړې.
اوباما دغه څرګندونې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن دوژل کيدو دعملياتو دپينځمې کليزې په موقع دګل په ورځ سي اين اين سره يوه مرکه کې کړي دي، دا لمړۍ موقع وه چې ښاغلي اوباما ددغه مشن دتفصيلاتو لړ کې خبره کړې.

دامريکا ولسمشر براک اوباما ويلي دي دالقاعده دمشر اسامه بن لادن لټول او وژل دصدارت دچوکۍ دسمبالولو څخه وروستو دهغه لمړۍ ترجيح وه خو داسامه دوژلو په پريکړه زيات بحث شوى ؤ.

اوباما دغه څرګندونې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن دوژل کيدو دعملياتو دپينځمې کليزې په موقع دګل په ورځ سي اين اين سره يوه مرکه کې کړي دي، دا لمړۍ موقع وه چې ښاغلي اوباما ددغه مشن دتفصيلاتو لړ کې خبره کړې.

دامريکا استخباراتو دبن لادن دباوري قاصد دکال ٢٠١٠م په وروستيو کې پيژندګلو کړې وه،تر څو مياشتو دراټولو کړل شوو استخباراتي معلوماتو له لارې دولسمشر امنيتي ډله دې نتيجې ته رسيدلې وه چې بن لادن دپاکستان ايبټ اباد ښار کې دسخت امنيت ديو کور په دريم چت کې پټ شوى ؤ.

دجاسوسۍ له لارې جوړې کړل شوې ويډيو کې دبن لادن دشکل يو قداور شخص دکور په انګڼ کې دورزۍ په حالت کې ليدل شوى و.

ولسمشر اوباما ويلي دغه کور داسامه دشتون په اړه دغلطو معلوماتو سره دپاکستان دننه سخت غبرګون مخې ته راتللى شو.

اوباما ويلي کله چې ددې خبرې دپريکړې وخت راورسيدو چې ايا دغه مشن وکړى شي که نه نو دهغه دامنيتي ډلې ځينو غړو وويل نورو استخباراتو معلوماتو ته اړتيا ده، خو اوباما وويل هغوي سره ددې خبرې کافي شهادتونه موجود وو چې هم اسامه دغلته پټ شوى ؤ.

که مونږ عمليات نه وى کړى نو هغه ددغه ځايې څخه تښتيدلى شو او بيا دهغه مخې ته راتللو کې کلونه لګيدلى شول

اوباما او دهغه امنيتي ډلې نيغ په نيغه ددغو عملياتو ويډيو فيډ کتلې چې پکې څلور امريکايي هيلي کاپټر ددغه کور په انګڼ کې کوځيږي او اعلي تربيت يافته دنيول سيل دډلې غړي دغلته کوځوي، اوباما وويل په ځمکه دکوځيدو په مهال يو هيلي کاپټر ته زيان ورسيدو چې ورسره سپينه ماڼۍ کې انديښنه پيدا شوه.

دهاغه وخت دبهرنو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي وو دهغې زړۀ حلق ته راغلى و

ما دخپل ژوند ٣٠ منټه له دې زيات په فشار کې نه وو تير کړي

دسيل ډلې يو غړي په لمړي چت کې يو ساتونکى په ډزو ويشتلى و، په دوهم چت کې دبن لادن يو ځوې هاغه مهال په ډزو ويشتل شوى و کله چې داسې ښکاريده چې هغه ګولۍ چلوي او بيا هغه په دريم چت موجودې کمرې ته داخل شو، دډلې يو غړي اسامه پسر دوه ځله په ګولۍ ويشتلى و.

اوباما ويلي سپينه ماڼۍ کې دعملياتو دنيغ په نيغه ويډيو کتونکو څخه چا هم دهغه په وژنه دخوشحالۍ څرګندونه نه وه کړې.

سيل ډلې دبن لادن دکور څخه دهغه دمړي ترڅنګ دکمپيوټر ډرائيوز او ډي وي ډي قبضه کې اخستي وو، دهغه مړى وروستو داسلامي رسوماتو څخه وروستو سمندر کې لاهو کړل شوى و.

دبن لادن په ګولۍ دويشتل کيدو څخه څو سيکنډه وړاندې اوباما ويلي وو هيله ده په دغه مهال به هغه په دې خبره پوهه شوى وي چې امريکايي اولس هاغه درې زره کسان نه دي هير کړي چې هغه وژلي وو

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG