لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايبټ اباد دعملياتو په اړه دسي ايي اى په ټويټونو متضاد غبرګون


داسامه بن لادن دوژلو دعملياتو دپينځمې کليزې په موقع سي ايي اى ويلي ددې تفصيلات به دخپلو مينه والو لپاره بيخي هم هاغه رقم په ټويټر جاري کوي لکه څنګه چې دغه پيښې پينځه کاله دمخه رامينځته شوې وې.
داسامه بن لادن دوژلو دعملياتو دپينځمې کليزې په موقع سي ايي اى ويلي ددې تفصيلات به دخپلو مينه والو لپاره بيخي هم هاغه رقم په ټويټر جاري کوي لکه څنګه چې دغه پيښې پينځه کاله دمخه رامينځته شوې وې.

دامريکا استخباراتي شبکې سي ايي اى داتوار په ورځ دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن دوژلو دعملياتو تفصيلات دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټويټر جاري کړي کوم چې په زرګونو ځله په دوهم ځل ټويټ کړى شوي او خوښ کړى شوي خو ګڼو خلکو په دې نيوکه هم کړې.

دکال ٢٠١١م دمئ په دوهمه نيټه امريکايي ځانګړو ځواکونو دشپې دپاکستان دخيبرپښتونخوا په ايبټ اباد سيمه کې دالقاعده مشر اسامه بن لادن وژلى ؤ او امريکايي صدر براک اوباما دهغه دوژلو اعلان وروستو کړى ؤ.

داسامه بن لادن دوژلو دخفيه عملياتو منظوري دامريکا موجوده صدر براک اوباما مئ کال ٢٠١١م کې ورکړې وه، په هاغه مهال امريکايي ځانګړي ځواکونه دهيلي کاپټرو له لارې دافغانستان څخه پاکستان ته وراوښتي وو او په ايبټ اباد ښار کې يې داسامه بن لادن دوژلو وروستو دهغه مړى سمندر ته غورځولى ؤ.

ټويټر دکال ٢٠٠٦م څخه کار کوي خو سي ايي اى پرې دوه کاله دمخه خپل اکاؤنټ جوړ کړى.

داسامه بن لادن دوژلو دعملياتو دپينځمې کليزې په موقع سي ايي اى ويلي ددې تفصيلات به دخپلو مينه والو لپاره بيخي هم هاغه رقم په ټويټر جاري کوي لکه څنګه چې دغه پيښې پينځه کاله دمخه رامينځته شوې وې.

دشپږو ساعتو په مهال په ټويټر جاري شوې جاري شوي دې معلوماتو کې داسامه بن لادن دوژلو دمعاملې تفصيلات جاري شوي دي.

داسامه بن لادن ډلې القاعده په ١١م ستمبر کال ٢٠٠١ء کې امريکا کې خونړۍ حملې ترسره کړې وې چې پکې درې زره کسان وژل شوي وو.

دسي ايي اى دې ټويټونو کې افغانستان کې داډې څخه دهيلي کاپټرو دروانيدو، دبن لادن په ډزو دويشتلو، دځانګړو ځواکونو ايبټ اباد څخه الوت او دغه رقم نور تفصيلات شامل دي.

په ټويټر دجاري شوو دغو معلوماتو دخلکو له لوري دخوښيدو او په دوهم ځل دټويټ کولو باوجود ځينو خلکو دسي ايي اى دغه پريکړه نه ده خوښه کړې.

يو تن په دغه اړه ليکلي دا ټويټونه دهاغو خلکو لړ کې بد تاثر وړاندې کوي کوم چې دسي ايي اى لپاره کار کوي.

دا غيرپيشه وارانه دي او دايجنسۍ دمشن دشان سره نه ښايي، او دا دې کې دشملو ټولو خلکو له لوري دسنجيده کار بې ادبي ده

يو تن کيټ نوواک دسي ايي په دې ګام دغصې څرګندونه کړې او ليکلي يې دي سي ايي اى ته خپل اکاؤنټ ختمول پکار دي.

٢٠١١م کې ايبت اباد کې دترسره شوي دغه خفيه عملياتو لمړى خبر هم دټويټر له لارې خور شوى و، خو معلومات ورکوونکي يو سيمه ييز تن صهيب اطهر ته معلومه نه وه چې دهغه دکور سره دغو عملياتو کې څوک ککړ وو او څوک وژل شوى ؤ.

هغه په ٢٠١١م کې پوسټ کړى وو دايبټ اباد دپاسه دشپې يوه بجه هيلي کاپټر الوت کوي(کومه چې يوه غيرمعمولي خبره ده

هغه پخپلو ټويټونو کې دکړکۍ دخوځونکې چاؤدنې دغږ يادونه کړې وه او دهغې په ممکنه وجوهاتو يې خبره کړې وه، ددغه پيښې څخه څو ساعته وروستو دامريکا صدر براک اوباما اعلان وکړو چې اسامه بن لادن دغه پيښه کې ووژل شو.

صيب اطهر وروستو ليکلي وو او هو، زۀ اوس هاغه بنده يم چې پرته له پوهيدو يې داسامه په ضد دعملياتو نيغ په نيغه خبرونه ورکړي

دګل په ورځ صهيب اطهر دسي ايي اى په ټويټونو دنيوکې کولو په ترڅ کې ليکلي دا په بنيادي توګه ټولو ته دبن لادن په مرګ مبارکي ورکوي.

دغو عملياتو کې داسامه بن لادن دوژل کيدو څخه وروستو دهغه ځايې ناستي ايمن الظواهري دالقاعده مشري سمبال کړې.

خو مصر سره دتعلق لرونکي او دپيشې په لحاظ سره دډاکټر په مشرۍ کې القاعده کمزورې شوې ځکه چې مخالفې ډلې داعش يې شام او عراق کې په لويه سيمه قبضه کړې او لويديزو هيوادونو کې يې هم ګڼې حملې کړي.

څيړونکي مني چې ايمن الظواهري دپاکستان او افغانستان دپولې ترمينځ موجود دى، خو پخپل نيټ ورک هغه څومره قابو لري، دا په ډاګه نه ده.

اسامه بن لادن پينځه دونه کړي وو، خو کله چې هغه په کال ٢٠٠٢م کې پاکستان ته داخل شو نو په دغه وخت کې ورسره يواځې درې ښځې وې چې پکې ترټولو کشرۍ ښځه يې امال هم ورسره.

دپاکستان دعدالتي کميشن دايبټ اباد په اړه مخې ته دراغلي راپور ترمخه يمن سره تعلق لرونکې دهغه دغه ښځه دامريکايي عملياتو په مهال اسامه سره خپل کور کې موجوده وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG