لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري د شام په شخړه دخبرو دپاره جنېوا ته رسېدلی


امريکايي چارواکو وئيلي جان کېري به دې ته لمړيتوب ورکوي چې په اليپو کې د تشدد خاتمه وشي
امريکايي چارواکو وئيلي جان کېري به دې ته لمړيتوب ورکوي چې په اليپو کې د تشدد خاتمه وشي

د امريکې خارجه وزير جان کېري د اتوار په ورځ جنېوا ته رسېدلی چې د امريکې او روس په مشرۍ شام کې اوربند په ځاې شي . چرته چې په تېرو لسو ورځو کې د شام تر ټولو غټ ښار اليپو کې د دولتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي دي .

امريکايي چارواکو وئيلي جان کېري به دې ته لمړيتوب ورکوي چې په اليپو کې د تشدد خاتمه وشي او په ټول شام کې د اوربند سره د سولې عمل ته لار هواره شي . د دې مقصد ترلاسه کولو دپاره لوړپوړي امريکايي سفارتکار په روس د مرستې غږ کړی چې د اسد حکومت وهڅوي بريدونه نه کوي .

کېري جنېوا ته په رسېدو وئيلي، "دا مهم ساعتونه دي مونږ د روس ملاتړ ته ګورو او يقيني مونږ ګورو چي رژيم د روس واوري او ځواب وکړي" . نوموړی د هوايي ډګره نېغ ورغلی او اردن خارجه وزير ناصرجوده سره يې ليدلي دي .

کېري د ليدني په سر کې وئيلي " دا هيله ده چې مونږ څه پرمختګ وکړو" .

د شام پوځ د جمعې په ورځ وئيلي ؤ د دمشق نه چاپېره علاقو او شمال لويديځ صوبه لزاقيه کې يې وقتي امن په ځاې کړی ولې په دې کې به اليپو نه وي شامل .

د شام په حالاتو نظر لرونکي تنظيم (سيريئن ابزرويټري فارهيومن رائټس) وئيلي د خالي په ورځ په ښار کې بريدونو دوام درلود او عام خلک پکې په نخښه شوي دي . فعالينو وئيلي په تېرو ۱۰ ورځو کې ۲۵۰ کسان وژل شوي دي .

تنظيم وئيلي د اپريل په مياشت کې په ۳۱۱۶ کسان وژل شوي چې ۸۵۹ پکې عام تنان دي . او په دوې کې ۴۱۰ کسان د شام او روس د جنګي الوتکو او هيلي کاپټرو په بمبار کې وژل شوي دي .

راپورونه وايي د اتوار په ورځ شام کې په جګړه کمی ليدل شوی دی .

جان کېري هڅه کوي چې شامي ځواکونو د اوربند په شرط اليپو کې بريدونه ودروي .

د امريکې خارجه وزير د شام دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټېفن ډي مستورا او په شام کې د مخالفه ډلو د خبرو کميټۍ مشر رياض حجاب سره په ټيليفون خبرې کړي او وئيلي دي چې اليپو دې په اوربند کې شامل کړی شي .

د اسد حکومت وئيلي په ښار کې د ترهګرې ډلې النصره فرنټ ياغيان په هدف کوي .

ولې امريکايي چارواکو د اسد حکومت دعوه غلطه ګرځولې او وئيلي يي دي بريدونو کې بې ګناه ښاريان او منځلارې ډلې په هدف کوي او د اوربند سرغړونه کوي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG