لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ته دطالبانو دپلاوي په سفر دافغانستان نيوکه


 دزيارت په ورځ کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدارتي وياند شاه حسين مرتضوي غوښتنه وکړه چې پاکستان په دې نورو دوه اړخيزو اړيکو کابل سره اړيکه ونيسي.
دزيارت په ورځ کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدارتي وياند شاه حسين مرتضوي غوښتنه وکړه چې پاکستان په دې نورو دوه اړخيزو اړيکو کابل سره اړيکه ونيسي.

افغانستان پخپل ګاونډي هيواد پاکستان يو طالب پلاوي ته خپل هيواد ته دسفر داجازې کولو له امله نيوکه کړې او ويلي يې دي يوې ترهه ګريزې ډلې ته بايد ددغسې هلو ځلو ترسره کولو اجازه نه وى ورکړل شوى.

افغان حکومت دغه نيوکه يوه ورځ وروستو له هغې کړى چې طالبانو تيره ورځ پخلى کړى و دهغوي يو پلاوي پاکستاني چارواکو سره په سرحدي معاملو، دطالب بنديانو او افغان کډوالو په اړه دقطر دسياسي دفتر څخه داسلام اباد سفر کړى.

دزيارت په ورځ کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال صدارتي وياند شاه حسين مرتضوي غوښتنه وکړه چې پاکستان دې په دې معامله او نورو دوه اړخيزو اړيکو افغان حکومت سره اړيکه ونيسي.

مرتضوي وويل پاکستان ته دطالبانو سفر دپوښتنې جوګه دى،يوه ترهه ګريزه ډله کوم هيواد ته دسفر کولو حق نه لري

هغه دا هم وويل پاکستاني چارواکي يوې ترهه ګريزې ډلې سره په سرحدي شخړو او پاکستان کې په هاغو ستونزو چې افغان کډوال ورسره مخ دي، خبرې نه شي کولى او زياته يې کړه افغان حکومت ددغسې بحثونو په سختۍ سره مخالفت کوي.

هغه وويل حقيقت خو دا دى چې افغانان دطالبانو دجنګ جګړو او جرمونو له امله دخپل هيواد په پريښودو مجبور کړل شوي.

روانه اوونۍ کې دطالبانو يو پلاوي دپاکستان سفر کړى خو پاکستاني چارواکو په باضابطه توګه نه خو دهغوي دسفر پخلى کړى او نه يې ترې انکار کړى.

دشورو په ورځ دطالبانو دمذاکراتکارو پاکستان کې دشتون په اړه دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري ويلي وو هغه ددغسې سفر په اړه هيڅ رقم معلومات نه لري.

خو سفارتي سرچينو دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته پخلى کړى چې دطالبانو پلاوى افغان حکومت سره دممکنه سولې دخبرو اترو په اړه پاکستان کې دى، که هر څو طالبانو ويلي دافغان سولې دخبرو بحالي دهغوي دپلاوي په ايجنډا کې شامل نه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني په ١٩م اپريل کابل کې دطالبانو دهاغه بريد وروستو چې پکې خواوشا ٦٤ کسان وژل شوي او ٣٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وو ، په کورنۍ توګه په دې اړه دسخت فشار سره مخ دى چې طالبانو سره دې دسولې دخبرو تګلاره ختمه کړي.

ددغه فشار له امله اشرف غني طالب جنګيالي ترهه ګر ګرځولي، دهغوي دتشدد دپيښو غندنه يې کړې او ويلي يې دي هغوي بې ګناه افغانان وژني، له دې وړاندې به اشرف غني طالبانو ته دسياسي مخالفينو په توګه اشاره کوله ترڅو هغوي دافغان ستونزې دپرامنه هواري په خاطر دخبرو اترو ميز ته راتللو ته وهڅوي.

دطالب جنګيالو په اړه دکابل حکومت دريځ کې سختوالى ددې څخه هم څرګند شوى چې صدارتي وياند مرتضوي وويل توقعو کيږي ولسمشر اشرف غني به دزيارت په ورځ دهاغو ترهه ګرو په فهرست لاسليک وکړي چې دمرګ سزاګانې ورته اورول شوي ترڅو هغوي تيزندي کړل شي او هاغو خلکو ته سخت خبردارى ورکړل شي کوم چې درياست په ضد جګړه کې بوخت دي.

دکابل دبريد څخه وروستو افغان حکمت تور لګولى اسلام اباد دطالبانو او حقاني نيټ ورک دجنګيالو په ضد ګامونه نه اخلي او دغه جنګيالي افغانستان کې دورانکارۍ دپيښو ترسره کولو لپاره دپاکستان خاوره کاروي.

خو دپاکستان دبهرنو چارو سکتر اعزازاحمدچوهدري بيا دغه تورونه رد کړي او ويلي يې دي پاکستان دترهه ګرۍ په ټولو شکلونو کې غندنه کوي او دهاغو ټولو ترهه ګريزو ډلو په ضد يې ضروري ګامونه اخلي کوم چې په خاوره فعاله دي.

هغه ويلي پاکستان دترهه ګرو ترمينځ هيڅ رقم توپير نه کوي او زياته کړې يې ده دخپلې خاورې څخه به دترهه ګرۍ دجرړو ويستلو لپاره هڅې دوامداره ساتي.

هغه دا هم ويلي دي اسلام اباد به دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ دسولې دخبرو انتظاماتو لپاره هم هڅې دوامداره ساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG