لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان طالبانو پاکستان ته دخپل پلاوي دليږلو پخلى


دطالبانو دقطر سياسي دفتر پاکستان ته دخپل پلاوي دسفر پخلى کړى خو دا يې نه دي ويل چې دهغوي مشران به ددغه سفر په مهال په افغان سوله هم خبرې اترې کوي که نه.
دطالبانو دقطر سياسي دفتر پاکستان ته دخپل پلاوي دسفر پخلى کړى خو دا يې نه دي ويل چې دهغوي مشران به ددغه سفر په مهال په افغان سوله هم خبرې اترې کوي که نه.

افغان طالبانو دشورو په ورځ منلې ده چې دهغوي يو پلاوى اوس مهال دپاکستان په سفر دى خو ويلي يې دي دغه پلاوى يواځې دکډوالو، يو لوړپوړي مشر او نورو بنديانو دخوشې کولو په اړه خبرې اترې کوي.

له دې وړاندې دميډيا راپورونو کې دسفارتي سرچينو له خُلې دعوه شوې وه چې دطالبانو دقطر دسياسي دفتر يو درې کسيز پلاوى افغان حکومت سره دسولې دخبرو په اړه دګل په ورځ اسلام اباد ته رسيدلى.

دطالبانو دقطر سياسي دفتر پاکستان ته دخپل پلاوي دسفر پخلى کړى خو دا يې نه دي ويل چې دهغوي مشران به ددغه سفر په مهال په افغان سوله هم خبرې اترې کوي که نه.

دطالبانو دقطر دفتر ويلي دي افغان اولس ګاونډي پاکستان سره نزدې اړيکې، اوږده پوله اؤ تجارتي لين دين لري او په ګڼ شمير کې زمونږ وطن وال دغلته دکډوالو په توګه اوسيږي نو ځکه داسلامي امارت سياسي دفتر پريکړه وکړه چې اسلام اباد ته دلوړې کچې يو پلاوى وليږي

بيان کې ويل شوي ديداسلامي امارت مشر پلاوي ته امر کړى چې دافغان کډوالو، سرحدي سيمو او په ځانګړې توګه دملا برادر اخند او نورو بنديانو په اړه خبرې اترې وکړي

ملا برادر چې دطالبانو پخوانى دوهم ستر مشر و په کال ٢٠١٠م کې دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې نيول شوى و، طالبان دعوه کوي چې هغه اوس هم دپاکستان په قبضه کې دى خو پاکستان په کال ٢٠١٣م کې ويلي وو هغه دهاغه وخت دافغان ولسمشر حامد کرزي په خواست دنورو ٥٠و طالب بنديانو سره خوشې کړل شوى و.

دطالبانو بيان کې ويل شوي دي پاکستان ته به دا سفر ددواړو هيوادونو په ګټه وي او ګټورې پايلې به ولري

ځينو پاکستاني چارواکو له دې وړاندې ويلي وو دطالبانو او افغان حکومت داستازو ترمينځ اسلام اباد کې په ٢٧م اپريل خبرې اترې ټاکل شوي خو بيا افغان سفارتي سرچينې وايي کابل ته ددغه دورې په اړه معلومه نه ده.

دپاکستان په کوربه توب دکابل دحکومت او افغان طالبانو داستازو ترمينځ تيرکال دجولا يي مياشت کې نيغ په نيغه خبرې اترې شوې وې خو دغه خبرې وروستو دطالبانو دپخواني مشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو ځنډيدلې وې.

دجنورۍ دمياشتې راهسې دپاکستان ، افغانستان، امريکا او چين داستازو يوه څلور ملکي ډله دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمينځ روغې جوړې لپاره هڅې کوي خو ددغه ډلې دڅلورو غونډو ترسره کيدو باوجود دې لړ کې څه رقم پرمختګ نه دى شوى.

طالبانو افغان حکومت سره افغانستان څخه دټولو غيرملکي پوځيانو تر وتلو دخبرو اترو څخه انکار کړى او سږکال يې دعمري په نوم دسپرلي دروايتې جګړې اعلان کړى.

طالبانو تيره اوونۍ کابل کې دافغان استخباراتي ادارې په دفتر دترسره شوي هاغه ځانمرګي بريد پړه هم په غاړه اخستې وه چې پکې ٦٤ کسان وژل شوي او ٣٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

خو افغان چارواکي بيا ګمان کوي دغه بريد دپولې پورې غاړې پاکستان کې ځالې لرونکې تندروه ډلې حقاني نيټ ورک ترسره کړى او تيرو وختونو کې افغان مشرانو په پاکستان تور لګولى چې دحقاني نيټ ورک جنګيالو ته پناه ورکوي او دهغوي دهلو ځلو په پټه ملاتړ کوي.

پاکستان دغه رقم تورونه ردوي او وايي افغانستان کې دامن پلوي دى.

کابل کې دبريد څخه وروستو افغان ولسمشر اشرف غني په پاکستان غږ کړى و چې پخپله خاوره دې دموجودو طالب جنګيالو په ضد کلک ګامونه واخلي او دترهه ګرو ترمينځ دې دفرق کولو تګلاره پريږدي.

اشرف غني دپارلمان ګډې غونډې ته په وينا کې دا هم ويلي وو اوس طمعه نه کوي پاکستان به طالبان افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښينوي.

خو پاکستان بيا دريځ لري چې افغان حکومت سره دطالبانو دخبرو اترو ميز ته دکښينولو مسؤليت يواځې دهغوي نه دى بلکې دا دڅلور ملکي ډلې ګډ مسؤليت دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG