لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان خبرو ته کښينول يواځې دپاکستان مسؤليت نه دى،نفيس ذکريا


نفيس ذکريا وئيلي پاکستان په خپله د ترهګرۍ نه ترټولو زيات اغېزمن شوی او په زرګونو امنيتي غړو يې په دغه مبارزه کې د ځانونو قربانۍ ورکړي دي .
نفيس ذکريا وئيلي پاکستان په خپله د ترهګرۍ نه ترټولو زيات اغېزمن شوی او په زرګونو امنيتي غړو يې په دغه مبارزه کې د ځانونو قربانۍ ورکړي دي .

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت ويلي دي خپل ګاونډي هيواد افغانسان کې دامنيت دټينګښت لپاره د زړه له تله هڅې کوي خو دخبرو اترو ميز ته دافغان طالبانو راوستل يواځې دهغوي مسؤليت نه دى.

له دې وړاندې د ګل په ورځ د افغانستان صدر اشرف غني پاکستان ته خبرداری ورکړی ؤ که چري پاکستان په خپله خاوره د موجودو طالبانو په ضد ګامونه وانه خستل نو افغانستان به يې د ملګرو ملتونو امنيتي شورا يا سلامتي کونسل ته شکايت وکړي .

خو د پاکستان د خارجه دفتر وياند نفيس ذکريا نن د نهې په ورځ د اسلام اباد نه جاري کړي بيان کې دولسمشر اشرف غني د وينا په غبرګون کې ويلي پاکستان د هر ډول ترهګرۍ غندنه کوي او د ترهګرۍ په ضد جګړې ته ژمن دی .

دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا سپيناوى کړى پاکستان په هر شکل کې دترهه ګرۍ غندنه کوي او دترهه ګرو دډلو ترمينځ فرق هم نه کوي.

دپاکستان دبهرنو چارو دوزارت وياند نفيس ذکريا دپاکستان دا دريځ يوځل بيا تکرار کړى چې ګاونډي هيواد افغانستان کې امن دپاکستان په ګټه دى.

هغه نړۍ ته ورپه ياده کړې چې پاکستان پخپله دترهه ګرۍ لويې ښکار هيواد دى او په دغه جګړه کې يې په زرګونو اولسي وګړي او عسکر بايللي دي.

خو نړیوال مطبوعات وخت په وخت په پاکستان تورونه لګوي چې په خوله د ترهګرۍ خلاف دی خو پټ په پټه ترهګرې ډلې پالي.

دبهرنو چارو دوزارت وياند ويلي افغانستان کې دامنيت دټينګښت دهلو ځلو منظمولو لپاره څلور ملکي ډله جوړه کړل شوې وه نو ځکه يواځې په پاکستان دطالبانو دخبرو اترو ميز ته راوستو کې دناکامۍ تور نه شي لګول کيدى.

دپاکستان دبهرنو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دافغانستان اولسمشر اشرف غني ويلي وو اوس هيله نه کوي چې پاکستان به طالبان دخبرو اترو ميزته راولي.

دګل په ورځ دافغان پارلمان ګډې غونډې ته وينا کې افغان اولسمشر اشرف غني پاکستان څخه په کلکه غوښتنه کړې وه چې پخپله خاوره دې دموجودو طالب جنګيالو په ضد عمليات وکړي.

اشرف غني ويلي وو څلور ملکي ډله کې پاکستان ژمنه کړې وه چې کوم طالبان دسولې خبرو کې شريکيدو څخه انکار کوي دهغوي په ضد جګړه کې به پاکستان هم دافغان حکومت ملاتړ کوي.

افغان ولسمشر ويلي و د پاکستان نه امېد نه لري چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته کښېنوي . نوموړي وئيلي ؤ پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په ضد عمليات نه کوي د کومو مرکزونه چې د هغه په وينا په پاکستان کې دي .

نوموړي يو ځل بيا په پاکستان ټينګار کړی چې پاکستان بايد د ښه او بد ترهګرو منطق پرېږدي او د يو ذمه وار هېواد په توګه ځان ښکاره کړي . افغان صدر وئيلي داعش، القاعده، حقاني ډله او هغه طالبان چې د افغانانو د وينې تويولو ډډه نه کوي دا د افغانستان دښمنان دي .

تيره اوونۍ دافغانستان پلازمينه کابل کې دافغان استخباراتي ادارې په دفتر طالبانو يو خونړى بريد ترسره کړى ؤ، افغان چارواکو ويلي وودغه بريد کې ٦٤ کسان وژل شوي اؤ د٣٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وو.

افغان چارواکي ګمان کوي دغه بريد دتندروه ډلې حقاني نيټ ورک جنګيالو ترسره کړى و.

له دې وړاندې افغان چارواکو تور لګولى چې حقاني ډلې ته دپاکستان پټ ملاتړ ترلاسه دى.

کابل کې د شوي بريد نه پس امريکا هم په پاکستان زور راوړی ؤ چې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو وسله والو ډلو په ضد بغېر د څه توپيره کوټلي ګامونه واخلي .

د امريکې د خارجه وزارت د مطبوعاتو د څانګې ډائريکټرې الزبتهـ ټروډيو وئيلي ؤ امريکا تل د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ته خپله اندېښنه څرګند کړې ده چې پاکستان د افغان طالبانو په لړ کې نرمه رويه دوامداره ساتي او حقاني شبکه د پاکستان خاوره کاروي .

طالبانو دمخه افغان حکومت سره دڅه رقم خبرو اترو څخه انکار کړى او ويلي يې دي افغانستان څخه دټولو غيرملکي عسکرو تر وتلو به افغان حکومت سره څه رقم خبرې اترې نه کوي.

دخبري ادارې رويټرز ترمخه طالب وياند ذبيح الله مجاهد دافغان اولسمشر اشرف غني دبيان په غبرګون کې دټولنيزو تماسونو په ويب پاڼه ټويټر يو بيان کې ويلي دي” قام ړوند نه دى،خلک پوهيږي څوک غلامان دي او څوک دنورو دګټو لپاره کار کوي

د ګل په ورځ ځيني مطبوعاتو راپورونه خپاره کړي وؤ چې په قطر کې د طالبانو د دفتر درې غړي پاکستان ته رسېدلي دي او د دغه سفر مقصد افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې ګډون کول دي .

خو پاکستاني چارواکو تراوسه پورې په دغه لړ کې څه نه دي وئيلي

دافغان چارواکو له لوري داوږدې مودې راهسې تور لګول کيږي پاکستان دافغان طالبانو په ضد سخت ګامونه نه اخلي او ګمان کولى شي چې طالبان هم دافغان پولې ترڅنګ پاکستاني سيمو کې شتون لري.

دافغانستان،پاکستان،امريکا او چين داستازو يوه څلور ملکي ډله دافغان طالبانو او افغان حکومت ترمينځ دنيغ په نيغه خبرو اترو ترسره کولو لپاره هڅې کوي خو ددغه ډلې دڅلورو غونډو ترسره کيدو باوجود دې لړ کې کوم مهم پرمختګ نه دى شوى.

افغانستان کې په دې وروستيو مياشتو کې دګډوډي پيښو کې زياتوالى راغلى دکوم څخه وروستو چې ددغه هيواد چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله په ټويټر يو بيان کې ويلي وو کابل کې دبريد دلمړو پلټنو څخه وروستو يې دپاکستان دسفر دځنډولو پريکړه کړې.

ټاکل شوې وه عبدالله عبدالله به دمئ په دوهمه او دريمه نيټه دپاکستان دوزيراعظم نوازشريف په بلنه دپاکستان سفر کوي خو پاکستان وايي دعبدالله عبدالله ددغه سفر په اړه به نوې نيټه ټاکلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG