لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان صدر اشرف غني پاکستان ته خبرداری


اشرف غني وويل چې پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې په ليکلي توګه ژمنه کړې وه چې که چري طالبان سياسي لار پرېږدي او د جنګ لارخپلوي په ضد به يې پوځي عمليات کولی شي .
اشرف غني وويل چې پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې په ليکلي توګه ژمنه کړې وه چې که چري طالبان سياسي لار پرېږدي او د جنګ لارخپلوي په ضد به يې پوځي عمليات کولی شي .

د افغانستان صدر اشرف غني پاکستان ته خبرداری کړی که چرې د پاکستان په خاوره موجود طالبانو خلاف يي اقدامات ونه کړل نو د ملگرو ملتونو امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل ته به شکایت وکړي.

صدر اشرف غني وویل د پاکستان نه امید نه لري چې افغان طالبان به د سولې خبرو ته کښېنوي. هغه وویل پاکستان د هغو ترهګرو ډلو په ضد عمليات نه کوي د کومو مرکزونه چې د هغه په وینا په پاکستان کې دي.

افغان صدر اشرف غني د ګل په ورځ دپارلمان (ملي شورا) ګډې غونډې ته په وينا کې وويل ، زه نن دا خبره په ډاګه کول غواړم چې مونږ د پاکستان نه د دې طمع نه لرو چې طالبان به خبرو ته کښېنوي . هغه وويل پاکستان دې خپلې ژمنې پوره کړي او د هغو کسانو په ضد دې پوځي عمليات وکړي چې په پاکستان کې يې ځالي دي .

نوموړي زياته کړه که چرته پاکستان په خپله خاوره د شرخوښو په ضد پوځي عمليات نه کوي نو افغانستان ته دې وسپاري چې په شرعي محکمو ورته د خپلو کړو سزاګانې ورکړي.

اشرف غني وويل چې پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې په ليکلي توګه ژمنه کړې وه چې که چري طالبان سياسي لار پرېږدي او د جنګ لارخپلوي په ضد به يې پوځي عمليات کولی شي .

اشرف غني وويل که چرته پاکستان د ترهګرو کوربه توب او هغوې ته د اسانيتاؤ برابرولو لاس وانه خلي او خپلې ژمنې پوره نه کړي نو دوې (افغانستان) به يې په ضد د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا (سلامتي کونسل) کې اواز پورته کړي .

نوموړي يو ځل بيا په پاکستان ټينګار وکړ، چې پاکستان بايد د ښه او بد ترهګرو منطق پرېږدي او د يو زمه وار هېواد په توګه ځان ښکاره کړي .

افغان صدر وويل داعش، القاعده، حقاني ډله او هغه طالبان چې د افغانانو د وينې تويولو ډډه نه کوي دا د افغانستان دښمنان دي .

تېره هفته په کابل کې د افغان استخباراتو په يو دفتر بريد شو ی او نزدې ۷۰ کسان پکې ژوبل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو .

طالبانو د دغه بريد زمه واري قبوله کړې وه او افغان صدارتي وياند په حقاني ډله تور لګولی ؤ چې په پاکستان کې د دغه بريد منصوبه جوړه کړې وه .

پاکستان په کابل کې د شوې بريد غندنه کړې وه .

اشرف غني په داسې حال کې دغه بيان ورکړی چې د مارچ په مياشت کې طالبانو د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی ؤ . طالبانو سره د افغان حکومت د سولې خبرو د تيارۍ دپاره د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلورو واړو ملکونو ترمنځ ليدني شوي او په وروستۍ ليدنه کې د مارچ د مياشتې په لمړو کې د ملاقات وئيل شوي وو .

په عېن حال کې دوه ورځې وړاندې د پاکستان په سفر د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي ؤئيلي ؤ د پاکستان د وزيراعظم نوازشريف د باندنيو چارو صلاح کار سرتاج عزيز ورته باور ورکړی چې په يوه مياشت کې به افغان طالبانو سره د سولې خبرې بيرته پېل شي .

د طالبانو لخوا د سولې خبرو نه انکاري کېدو نه وروستو په افغان صدر فشار ؤ چې هغه د وسله والو سره د سولې د خبرو پاليسي بدله کړي .

اشرف غني له دې وړاندې هم وئيلي چې د افغانستان د پاکستان سره غېر اعلاني جنګ روان دی او دا به ختمول وي .

پاکستان له خوا په حکومتي کچه د افغان صدر په وینا څه ردعمل په سمدستي توگه نه دی راغلی خو پاکستاني مامورین دا خبره ردوي چې گني د افغان حکومت مسلح مخالفین پاکستان د خاورې نه په افغانستان کې د حملو سازشونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG