لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما شام ته نور عسکر ليږي


له دې وړاندې صدر اوباما بي بي سي ټيلي ويژن ته وئيلي ؤ چې د شام د ستونزې هوارولو دپاره د پوځي هڅو نه د زيات څه کولو ضرورت دی .
له دې وړاندې صدر اوباما بي بي سي ټيلي ويژن ته وئيلي ؤ چې د شام د ستونزې هوارولو دپاره د پوځي هڅو نه د زيات څه کولو ضرورت دی .

يو امريکايي چارواکي د اتوار په ورځ ناوخته وئيلي صدر اوباما اراده لري چې شام ته د داعش په ضد جګړه کوؤنکو ځايي جنګيالو د مرستې دپاره نور ۲۵۰ عسکر وليږي .

صدر اوباما پلان لري چې د ګل په ورځ د جرمني په هېنوور ښار کې په رسمي ډول د دې اعلان وکړي . چرته چې به نوموړی د خپل يوې اونۍ سفر په وروستي پړاؤ کې د جرمني، برطانيې او سعودي عرب د مشرانو سره د داعش د ګواښ په اړه خبرې اترې کوي .

طمع کيږي چې امريکايي عسکرو کې به طبي او استخباراتي اهلکار شامل وي . او دې سره به په شام کې د امريکايي عسکرو شمېره ۳۰۰ ته ورسي .

له دې وړاندې صدر اوباما بي بي سي ټيلي ويژن ته وئيلي ؤ چې د شام د ستونزې هوارولو دپاره د پوځي هڅو نه د زيات څه کولو ضرورت دی .

اوباما وئيلي د شام عسکرو سره نېغ په نېغه د ټکر په ځاې به نړيوالې ورورولۍ ته په روس او شام باندې فشار اچول وي " چا چې بشارالاسد ته اوږه ورکړې ده" . دا د دې دپاره چې د شام د ياغيانو سره د يو نوي عبوري حکومت په لړ کې تړون وشي .

صدر اوباما په شام کې روانې جګړې ته "دردؤنکي او پيچلي حالت وئيلي ؤ " .

نوموړي وئيلي ؤ چې " په شام کې د اوږدې مودې شخړې هوارولو دپاره يواځي پوځي تګ لاره ، او زمونږ لخوا نور عسکر په ځاې کول د مسلې حل نه دی" .

صدر اوباما په شام کې مداخلت کول رد کړي او وئيلي يي دي چې د امريکا په مشرۍ اتحاد به د رقعه او موصل په شان سيمو کې فضايي عمليات دوامداره ساتي . "دا د هغو سيمو يواځې کولو او بندولو هڅه ده کوم چې بهرني جنګيالي يورپ ته ليږي" نوموړي وئيلي ؤ په داسې کولو سره به رو رو د داعش د ولقې لاندې علاقو کې کموت راشي .

اوباما وئيلي د شام صورت حال د يو عبوري نوعيت دي ، او نوموړي هغو ملکونو ته چې د دې مسلې په هوارولو کې برخه نه اخلي خبرداری ورکړی چې " هغه بيا غواړي چې امريکا ته په دې لړ کې څه کول پکار دي" .

هغه وئيلي " تاسو دا دواړه څيزونه نه شئ کولی" .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG