لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت طالبانو ته دسخت ځواب ورکولو ګواښ کړى


تواب غورځنګ وويل چې حکومت طالبانو سره دامن تړون ته رسيدل غوښتل خو هغوي ددې منفي ځواب ورکړى اؤ دغسې يې دامن لپاره دافغانانو هيلې ماتې کړي دي.
تواب غورځنګ وويل چې حکومت طالبانو سره دامن تړون ته رسيدل غوښتل خو هغوي ددې منفي ځواب ورکړى اؤ دغسې يې دامن لپاره دافغانانو هيلې ماتې کړي دي.

افغان چارواکو وئيلي دي ټول هيواد کې به طالبانو ته دحملو کلک ځواب ورکوي اؤ راتلونکي کې به دهغوي لپاره هيڅ نرمي نۀ ښائي.

دافغان خبري ادارې پژواک ترمخه دغه څرګندونې دافغانستان دقومي سلامتۍ دکونسل( اين ايس سي) وياند تواب غورځنګ دصدارتي محل، چيف ايګزيکټيو اؤ دسيمه ييزې واکمنۍ دخپلواکه ډائريکټوريټ( ائي ډي ايل جي) دويندويانو سره ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړي دي.

دنهې په ورځ دافغانستان پلازمينه کابل کې دطالبانو لخوا ترسره شوي يو خونړي ځانمرګي بريد کې 64 کسان وژل شوي اؤ347 نور ژوبل شوي وؤ.

دنهې په ورځ کابل کې دطالبانو لخوا ترسره شوى بريد ٢٠٠١ء کال کې دهغوي داقتدار څخه دلرې کولوراپديخوا تر ټولو خونړى بريد ګرځول شوى دى.

دغه بريد کې دافغانستان داستخباراتي ادارې نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي( اين ډي ايس) يو دفتر په نخښه کړل شوى ؤ، دفتر دصدارتي محل اؤ دامريکائي سفارت خانې څخه په لږه فاصله موقعيت لري.

دافغان حکومت، چين، امريکا اؤ پاکستان دغوښتنوباوجود طالبان افغان حکومت سره دامن مذاکراتو عمل کې شريکيدو ته تيار نۀ دي.

طالبانو افغانستان څخه دټولو بهرنو ځواکونو تر وتلو دحملو ددوامداره ساتلو دړکه کړې اؤ څو اوونۍ دمخه يې ټول افغانستان کې دافغان حکومت په ضد دخپل مړ شوي مشر ملا عمر دنوم سره دمنسوب عمري په نوم دسپرلي دروايتي جګړې اعلان کړى.

تواب غورځنګ وويل چې حکومت طالبانو سره دامن تړون ته رسيدل غوښتل خو هغوي ددې منفي ځواب ورکړى اؤ دغسې يې دامن لپاره دافغانانو هيلې ماتې کړي دي.

غورځنګ وويل له دې امله به هغوي دياغيانو دختمولو لپاره ټولې وسيلې کاروي اؤ خپل هيواد اؤ اولس به ژغوري.

هغه وويل چې صدر(اشرف غني) ټولو ځواکونو ته امر کړى چې طالبانو سره دې نښتو کې هيڅ رقم نرمي نۀ ښائي.

هغه په ډاګه کړې چې اوس مهال دافغانستان بيلا بيلو برخو کې ١٥ پوځي عمليات روان دي اؤ امنيتي ځواکونه پرمختګ کوي.

په دغه مهال دچيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله وياند جاويد فيصل وويل افغان حکومت به دطالبانو حملو ته په حملو سره ځواب ورکوي.

هغه وويل طالبانو اؤ نورو ترهه ګريزو ډلوزمونږ دامن خواست ته په جګړې سره ځواب راکړو، نو ځکه مونږ هم هغوي ته همددغسې ځواب ورکولو لپاره تيار يو

فيصل وويل بايد سياست دنانان يواځې دحکومت په کارکردګۍ نيوکو ته پام ونۀ ګرځوي بلکې دقامي ګټو دتحفظ اؤ ترهه ګريزو ډلو دغندلو لپاره دې هم غږ پورته کړي.

هغه دعوه وکړه چې تندلاري دبهرنيانو دګټو لپاره جنګيږي اؤ زياته يې کړه په دې پوهيږي چې تر هاغه وخته به صورتحال نۀ ښه کيږي ترڅو چې (دترهه ګرو) تربيتي مرکزونه اؤ اقتصادي وسيلې سلامتې وي اؤ پاکستان په دغه اړه خپلې وعدې نۀ وي پوره کړي.

افغان چارواکي وائي کابل کې دنهې په ورځ داين ډي ايس په دفتر ترسره شوې حمله حقاني ډلې ترسره کړې وه.

تيرو وختونو کې افغان چارواکو په پاکستان تور لګولى چې دحقاني نيټ ورک دهاغو جنګيالو په ضد مناسب ګامونه نۀ اخلي کوم چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي اؤ افغان ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.

خو پاکستان دغه رقم تورونه ردوي اؤ وائي شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دضرب عضب عملياتو په مهال يې پرته له کوم امتياز څخه دترهه ګرو ټولې ډلې په نخښه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG