لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا دداعش په ضد د ډنمارک د فضائي بريدونو دغزولو هرکلى کړى


 ډنمارک دامريکا په مشرۍ دداعش په ضد دجوړ ائتلاف برخه ده خو تر دې مهاله يې يواځې عراق کې ددغه ډلې په ضد ګامونه اخستي.
ډنمارک دامريکا په مشرۍ دداعش په ضد دجوړ ائتلاف برخه ده خو تر دې مهاله يې يواځې عراق کې ددغه ډلې په ضد ګامونه اخستي.

دامريکا ددفاع وزير ايش کارټر دډنمارک له لوري شام کې دتندروه ډلې داعش دجنګيالو په ضد دپوځي کمپائن دغزولو دپريکړې هرکلى کړى دى.

ډنمارک دامريکا په مشرۍ دداعش په ضد دجوړ ائتلاف برخه ده خو تر دې مهاله يې يواځې عراق کې ددغه ډلې په ضد ګامونه اخستي.

ددغه هيواد پارلمان تيره ورځ شام کې دکارروائيو داجازې په حق کې رايه ورکړې ده، دامريکا په مشرۍ دداعش په ضد جوړ ائتلاف کې به دداعش اووۀ ايف -١٦ الوتکې اؤ دخواؤشا شپيتوؤ ځانګړو ځواکونو په ګډون ٤٠٠ پوځي عمله شامل وي.

دامريکا ددفاع وزير کارټر وئيلي دي چې دغه ګام داعش ته دماتې ورکولو جګړه کې مخ په زياتيدونکى توان په ډاګه کوي اؤ ورسره به په دغه ډلې فشار نور هم سيوا شي.

امريکا د٢٠١٤م داګست په مياشت کې په لمړي ځل وروستو له هغې عراق کې دداعش دجنګيالو په ضد فضائي حملې پيل کړې وې چې هغوي ددغه هيواد په شمالي اؤ لويديزو برخو قبضه وکړه، دائتلاف دهلو ځلو دائره يوه مياشت وروستو تر شام وغزيده.

په عراق اؤ شام دواړو کې ډنمارک دداعش په ضد فضائي حملې کوونکو نورو هيوادونو ترڅنګ اسټريليا، کاناډا، فرانس، اردن ، نيدرلينډز اؤ برطانيې سره يوځايې کيږي،ائتلاف ددغه ډلې په ضد11,500 فضائي حملې ترسره کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG