لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا اؤ سعودي دايران اؤ داعش په سر په ګډه تګلاره اتفاق


شاهي محل کې دترسره شوې ليدنې څخه وروستو يو بيان کې سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې دواړو مشرانوسيمه(مينځني ختيز) کې دايران دپارونکو هلو ځلو له امله په پيدا شوؤ چيلنجونو خبرې اترې کړي دي.
شاهي محل کې دترسره شوې ليدنې څخه وروستو يو بيان کې سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې دواړو مشرانوسيمه(مينځني ختيز) کې دايران دپارونکو هلو ځلو له امله په پيدا شوؤ چيلنجونو خبرې اترې کړي دي.

دامريکا صدر براک اوباما سعودي عرب ته درسيدو څخه وروستو ددغه هيواد دبادشاه سلمان سره ليدنه کړې چې پکې دايران اؤ تندروه ډلې داعش په اړه دګډې تګلارې پخپلولو اتفاق شوى دى.

شاهي محل کې دترسره شوې ليدنې څخه وروستو يو بيان کې سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې دواړو مشرانوسيمه(مينځني ختيز) کې دايران دپارونکو هلو ځلو له امله په پيدا شوؤ چيلنجونو خبرې اترې کړي دي.

دايران اؤ ترهه ګرۍ په ضد دجګړې په اړه داختلافي انداز له امله دامريکا اؤ سعودي عرب ترمينځ يو څه تاؤتريخوالى موجود دى.

بيان کې وئيل شوي دي چې صدر اوباما يمن کې دتاؤتريخوالي داودرولو داوسنو هڅو اؤ ټول يمن کې دبشري خواخوږۍ په اساس دمرستې رسولوپه اړه دشاه سلمان دارادې هرکلى کړى.

ددې ترڅنګ صدر اوباما دتندروه ډلې داعش په ضد مهم کې دچټکتيا راوستو ارزښت په ډاګه کړو اؤ ائتلاف کې يې دسعودي عرب دکردار داهميت هرکلى وکړو.

اوباما دغه ليدنه کې دسعودي عرب دبشري حقونو په اړه په ريکارډ هم خبرې کړي.

دسپينې ماڼۍ ترمخه دواړو مشرانو شام کې دوسله والو هلو ځلو په خاتمه خبرې کړي اؤ شام کې يې په سياسي بدلون اتفاق کړى.

وروستو صدر اوباما دابو ظهبۍ ولي عهده، شيخ محمد بن زيد النهيان سره هم ليدنه وکړه، هغه دمتحده عرب اماراتو دوسله والو پوځونو مرستيال سپريم کمانډر دى.

دزيارت په ورځ به دخليج مرستندويه کونسل دسرمشريزې غونډې په مهال امريکا اؤ عرب ائتلافيان يې سيمې ته په پيښو معاملو خبرې کوي، دې کې به جي سي سي ائتلاف کې شامل شپږ خليجي هيوادونه برخه اخلي چې پکې سعودي عرب، کويت، متحده عرب امارات، قطر و بحرين اؤ اومان شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG