لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د راجن پور "چوټوگان" وژني که د پنجاب "غټان" خوندي کوي


داسې تمه وه چې په لاهور کې د عيسایانو د اختر په ورځ د شوې ترهگرۍ وروستو به پوځي او حکومتي مشران د هغوېي د وینا سره سم په پنجاب کې د ترهگرو په ضد عملیات پیل کړي خو اوولس ورځې وروستو وس د حکومتي عملیاتو تر ټولو لوېی هدف په راجن پور کې یو ځاېي مفرور (جنایتکار) غلام رسول چوټو دی-

څیړنکار ډاکټر تقي په خپل یو کالم کې ليکلي وو القاعده خپل نوي بچي په پنجاب کې زېږولي چې پکې جماعت الدعوه، لشکر جهنګوي، جیش محمد، سپاه محمد، حرکت الجهادالاسلامي، الغازي بریګیډ او ېو شمېر نور خطرناک تنظيمونه شامل دي، د څېړنکارانو په خیال هم دغه د پنجاب غټان دي خو د دغو غټانو یعني د اصلي ترهگرو په ضد د پنجاب توپې د راجن پور په چوټوگانو پسې تاؤ کړی شوي دي- د صوبې داخله وزير واېي پوليس، نیم پوځي ځواک رینجرز په عملیاتو کې بوخت دی او د پوځ نه هم د مدد خواست کیدلې شي-

پخوانې پوځي افسر او د دفاعي چارو څیړونکی سعد محمد خان واېي هغه د پنجاب د وسني عملیاتو څخه مطمئنه نه دی. د ډیوه ریډیو په واشنگټن کې همکارې کلثوم کاکړ ته په یوه مرکه کې ښاغلی خان واېي "په پنجاب کې حکومت نه غواړي چې د هغه خلقو خلاف څه کارواېي وکړي څوک چې اصلي خطره ده، ځکه چې د حکومت د دوېي سره سیاسي ملگرتیاگانې دي او بیا ورسره هغوېي په انتخاباتو کې مرسته کوي" ښاغلی خان دا هم واېي چې پنجاب کې حکومت عملیات ځکه هم نه غواړي چې بیا به هلته هم لکه د نور هېواد په رنگه اړی گړی جوړ شي-

د چوټو گروپ (ډلې) مشرغلام رسول عرف چوټو دی. د غلام رسول په ضد پخوا هم په کال 2008 ، 2010 او 2015 کې عملیات شوي دي- د ځاېي خلقو د وینا تر مخه چوټو په لومړي سر کې د راجن پور د لویو وډیره گانو څخه د خپلې ځمکې بیرته اخستلو لپاره د مفرورانو یوه ډله جوړه کړله خو وس د سیمې د ورانکارې ډلې چوټو گروپ مشر دی- رپورټونه واېي د هغه خلاف تازه عملیات د پنجاب د موجوده حکومت د ملگرو وډیراگانو په خوښه روان دي-

خو د څیړنکارانو خیال دی چې په هیواد کې تر هغې امن نه شي راتلی تر څو د اصلي شرخوښو په ضد عملیات ونه شي سعد محمد خان واېي "پنجاب د ترهگرو د ایډییالوجي (مفکورې) مرکز دی. هلته دوېي ملگري گوري او تربیه کوي یې"

ځيني څیړونکي دا هم واېي چې په پنجاب کې د پوځ د خوښې په پرتله د صوبې ستر وزير شهباز شريف او د هغه مشر ورور وزیراعظم نواز شريف د لویو تر هگرو گرځولو شوو تنظيمونو په ضد عملیات نه غواړي –

د پنجاب صوبې یوه ډله جماعت الدعوه هم امريکې لکه د القاعده او تحريک طالبان په رنگه ترهګر ډله ګرځولې ده . ولې دغه ډلې د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د دارالقضا په نوم خپل عدالتونه جوړ کړي دي او ددغه ډلې مشر حافظ سعيد په کورنیو او نړیوالو ترهگرو کې د ککړتییا باجود ښه خوشحاله ژوند تیروي - څيړونکي وايي د ملک د انصاف په نظام کې د دارالقضا عدالتونو هيڅ ځاې نشته .

د پنجاب صوبې یوه بله لویه خطرناکه ډله جیش محمد گڼل کیږي- د جیش په مشر مسعود اظهر تازه تور دادی چې هغه د هند په پټهان کوټ کې د پوځي هواېي ډگر په حمله کې لاس لري– د روان کال دجنورۍ په مياشت کې دپاکستان دپولې څخه خواؤشا 25 کلوميټره دهند په پټهان کوټ کې دهندي فضائيې په اډه وسله والو په یوه حمله کې اووۀ هندي عسکر وژلي وو-

مسعود اظهر یوځل په 1994 کې هندي ادارو گیر کړی ؤ- رپورټونه واېي دی د حرکت الانصار نومې ډلې چې په کشمير کې یې د هند خلاف جهاد کولود دوه څانگو خپل منځه جگړې د ختمولو په غرض سرينگر ته ورغلی ؤ. او بیا په 1999 کې د هندي الوتکې اېي سي 184 د اغوا شوي سورلو په بدل کې د هند د کوټ بلوال د جیل نه خوشی او په قندهارکې د کوز شوي جهاز د تښتونکي او د مولانا ورور ابراهيم اطهر ته حواله شو، په افغانستان کې په دغه ورځو کې د طالبانو حکومت ؤ، مسعود اظهر چې اذاد شو نو څو ورځې وروستو یې د بحرالکاهل په غاړه پروت صنعتي ښارکراچۍ کې د زرگونو خلقو یوې جلسې ته په وینا کې مسلمانانو له قسم ورکړو چې تر څو یې هند دړې وړې کړې نه وي په قلاره به نه کيني-

د څیړونکو خیال دی تر څو د پاکستان حکومت ددغو غټانو په ضد عملیات نه وي کړي نو نه خو د راجن پور د چوټوگانو او نه هم د وزيرستان په گډون په نورو قبایلي سيمو کې د طالبانو په ضد د دوه کالو راهسې روان عملیات کول څه معنا لري -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG