لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټوينټي ورلډ کپ: هند ۔ پاکستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه


د ټي ټوينټي په روان ورلډ کپ کې پاکستان خپل وړومبي مېچ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او هند په خپل مېچ کې د نيوزي لېنډ نه ماتې خوړلې وه .
د ټي ټوينټي په روان ورلډ کپ کې پاکستان خپل وړومبي مېچ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او هند په خپل مېچ کې د نيوزي لېنډ نه ماتې خوړلې وه .

د ټي ټوينټي نړيوال کپ په روانو سياليو کې هند ۔ پاکستان ته په شپږو وکټو ماتې ورکړه . هند د پاکستان د ۱۱۹ رنزونو هدف په ۱۶م اوور کې پوره کړو .

دغه مېچ چې د هند کلکته ښار په اېډن ګارډن مېدان کې وشو د باران له کبله د خپل ټاکلي وخت نه لږه شېبه وروستو شروع شوی وو او د ۲۰ اوورونو په ځای مېچ ۱۸ اوورونو ته راکم کړی شوی وو.

د لوبې ټاس هند ته ګټلی وو او پاکستان ته ئې د بېټنګ بلنه ورکړې وه .

د پاکستان په ځواب کې د هند لوبغاړو په وړومبۍ کې ډېره ښه لوبه ونه کړه خو وروستو ویرات کوهلي غوره بېټنګ وکړو او ۵۵ رنزونه ئې جوړ کړل او د خپل ټيم ګټه ئې يقيني کړه .

د هند په نورو لوبغاړو کې يوراج سنګهـ ۲۴ رنزونه او کپتان دهوني په ۱۳ رنزونو جوړولو کې کامياب شو.

د پاکستان باؤلرانو کې محمدسميع پرله پسې دوه، محمدعامر او وهاب رياض يو يو وکټ واخستو .

له دې وړاندې د پاکستان په بېټنګ کې کوم لوبغاړي غوره کارکردګي نه وه کړې او په پينځه لوبغاړو ئې ۱۱۸ رنزونه جوړ کړي وو .

د پاکستان په بېټنګ کې شعېب ملک تر ټولو زيات ۲۶ رنزونه جوړ کړي او احمد شهزاد ۲۵ او عمر اکمل ۲۲ رنزونو جوړولو کې بريالي شوي وو.

کپتان شاهد افريدي يواځې اته رنزونه جوړ کړي وو .

د هند پينځه باؤلران په يو يو وکټ اخستو کې کامياب شو.

د دغه مېچ کتلو دپاره د پاکستان کرکټ ټيم پخوانی کپتان عمران خان هم هند ته تلی او د هند وتلي فلمي اداکار اميتابهـ بچن تر څنګ په لويه شمېره کې خلک مېدان ته راجمع شوي وو.

د دغه مېچ دپاره د پرون راهسې د پاکستان او هند په ټي وي چېنلو خصوصي خپرونې روانې وې او د پاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې د مېچ ليدو لپاره ځای په ځای غټ غټ سکرينونه لګول شوي وو.

د ټي ټوينټي په روان ورلډ کپ کې پاکستان خپل وړومبي مېچ کې بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او هند په خپل مېچ کې د نيوزي لېنډ نه ماتې خوړلې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG