د پاکستان کرکټ بورډ نن د ټي-۲۰ نړيوال کپ دپاره د ۱۵ لوبغاړو د نومونو اعلان کړی او د شاهداپريدي په کپتانۍ کې احمدشهزاد بيرته په ټيم کې شامل کړی شوی دی .
د ټي-۲۰ نړيوال کپ سيالۍ روانه مياشت په هند کې کيږي .
د پاکستان کرکټ بورډ خو په دغو سيالو کې د ګډون دپاره نن د ګل په ورځ ټيم اعلان کړو خو دا پرېکړه لا نه ده شوې چې ټيم به هند ته لېږلی شي او که نا .
هند چې د ټي-۲۰ نړيوال کپ کوربه توب کوي هندي چارواکو وئيلي چې د مېلمنو ټيمونو به کلکه ساتنه کولی شي . ولې په ورستيو کې په هند کې ځيني انتهاپسند ډلو د پاکستان په ضد مظاهرې کړي او د هغې نه پس د پاکستان کرکټ ټيم هند ته تلل د حفاظت سره مشروط کړی شوي دي .
د جمعې په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار په دغې اړه د وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي ؤ ، او بيا د وزيراعظم د دفتر څخه جاري شوي بيان کې داخله وزير ته وئيل شوي چې په نوي دهلي کې دې د پاکستان هائي کېمشن سره په ګډه د ټيم د ساتنې انتظامات يقيني کړي .
راپورونه وايي د پاکستان دوه چارواکي نن هند ته تلي او هلته به د پاکستان د ټيم دپاره د امنيت جائزه اخلي ، او د دغه دوه کسيز ټيم د ځواب نه پس به د ټيم هند ته لېږلو پرېکړه کولی شي .
راپورونه وايي پاکستاني چارواکي به په ځانګړې ډول د هماچل پردېش رياست د وزيراعلی سره ويني او د امنيت جائزه به اخلي .
د هماچل پرديش په دهرم شالا ښار کې د مارچ په ۱۹ نېټه د پاکستان او هند د ټيمونو ترمنځ مېچ ټاکل شوی دی ، ولې رياستي حکومت پاکستاني ټيم د سيکيورټۍ ورکولو نه انکار کړی دی او د هند کرکټ بورډ ته يې د دغه مېچ بل ځايې ته منتقل کولو وئيلي دي .
د هند عام ادمي پارټۍ هم په دهرم شالا کې د پاکستان او هند د ټيمونو د مېچ مخالفت کړی او هندو انتهاپسندو هم دړکه ورکړې ده .
ولې د هند داخله وزير راج ناتهـ سنګهـ وئيلي د مېچ د امنيت دپاره به نيم پوځي دستې ځايې په ځايې کړي خو دا پرېکړه به رياستي حکومت کوي .
د ټي-۲۰ نړيوال کپ دپاره شاهداپريدي د ټيم کپتان مقرر کړی شوی دی ، په نورو لوبغاړو کې شغېب ملک، سرفراز، محمدحفيظ، عمراکمل، احمدشهزاد، شرجيل خان، محمدنواز، عمادوسيم، انورعلي، محمدعرفان، محمدعامر، وهاب رياض، محمدسميع او خالدلطيف شامل دي .
احمدشهزاد د خرم منظور په ځايې په ټيم کې شامل کړی شوی دی .
د ټيم منېجر انتخاب عالم او هېډکوچ وقاريونس دی .
د ټي-۲۰ نړيوال کپ مېله صبا د مارچ اتمې نه پېل کيږي او په څلورم اپرېل به سر ته ورسي .