لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت سره خبرو لپاره دطالبانو دهيئت دپاکستان خفيه دوره

 قطر کې دطالبانو دسياسي دفتر مشر شيرمحمد عباس ستانکزۍ اؤ قاري دين محمد هم په هاغه ورځ داسلام اباد خفيه دوره کړې وه په کومه ورځ چې دپاکستان، افغانستان، چين اؤ امريکا چارواکو دافغان امن عمل په اړه خبرې اترې کړې وې اؤ دافغان جوړجاړي دعمل لپاره يې تگلارې ته غوڅ شکل ورکړى ؤ.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون پخپل يو راپور کې دحکومتي سرچينو له خُلې وئيلي دي افغان حکومت سره دنيغ په نيغه مذاکراتو دباضابطه بحالۍ لړ کې تيره اوونۍ دافغان طالبانو دوه کسيز هيئت دپاکستان يوه خفيه دوره کړې ده.

قطر کې دطالبانو دسياسي دفتر مشر شيرمحمد عباس ستانکزۍ اؤ قاري دين محمد هم په هاغه ورځ داسلام اباد خفيه دوره کړې وه په کومه ورځ چې دپاکستان، افغانستان، چين اؤ امريکا چارواکو دافغان امن عمل په اړه خبرې اترې کړې وې اؤ دافغان جوړجاړي دعمل لپاره يې تگلارې ته غوڅ شکل ورکړى ؤ.

دافغان امن عمل په اړه څلور ملکي غونډه په شپږمه فرورۍ اسلام اباد کې ترسره شوې وه.

دسرچينو وينا ده دافغان طالبانو دغه ډلې دڅلورو واړو هيوادونو سينئر چارواکو سره غيررسمي خبرې کړې وې کومه چې دمذاکراتو برخه ده خو دطالبانو دهيئت ددغه خفيه دورې ديو لوري څخه هم په باضابطه توگه پخلى نۀ دى شوى.

ورځپاڼه ديوې سرچينې له خُلې دعوه کوي چې طالبانو (دغو چارواکو سره ) دخپلو هاغو استازو فهرست شريک کړى کوم چې به باضابطه خبرو کې برخه اخلي، هغوي دمذاکراتو دبحالۍ لپاره دسازگار ماحول جوړولو په غرض دباورسازۍ په گامونو هم بحث کړى دى.

دا لمړى ځل دى چې دطالبانو دقطر دفتر په داسې امن مذاکراتو کې برخه اخلي چې ورته دچين اؤ امريکا دواړو ملاتړ ترلاسه دى.

په ياده دې وي چې کله تيرکال دجولا ئي په مياشت کې پاکستان کې دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ په لمړي ځل نيغ په نيغه مذاکرات وشول نو په قطر کې دطالبانو سياسي دفتر دسولې ددغه عمل څخه ځان له دې امله لرې کړى ؤ دطالبانو دهاغه وخت دسياسي دفتر مشر سيد طيب اغا دپاکستان په مينځگړتوب دسولې دعمل مخالف ؤ.

خو دطالبانو دپخواني مشر ملا محمد عمر دمرگ دپخلي څخه وروستو چې کله ملا اختر منصور دطالبانو دډلې مشري په غاړه واخسته نو طيب اغا مستعفي شوى ؤ اؤ منصور عباس ستانکزى دطيب اغا پځايې دسياسي دفتر مشر ټاکلى ؤ.

ورځپاڼه ليکي چونکې ستانکزى دامن دخبرو په حق کې دى نو ځکه دهغه دتعيناتۍ مطلب دا جوړيږي چې دطالبانو دقطر دفتر به اوس دسولې خبرو کې يو مرکزي کردار لري.

دپشي شا هلو ځلو څخه خبر يو پاکستاني چارواکي ورځپاڼې ته وئيلي دي دطالبانو دهيئت دپاکستان دوره ددې خبرې ډاگيز ثبوت دى چې هغوي دمذاکراتو په لوري ورروان دي.

دغه چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط دا هم وئيلي دي چې دافغان طالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ څو ورځو کې دباضابطه مذاکراتو توقع ده دکوم چې به پاکستان، امريکا اؤ چين هم برخه وي.

په عين حال کې پاکستان کې دافغانستان نوي سفير ډاکټر حضرت عمر زاخيلوال په راولپينډۍ ښار کې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې څخه دجاري شوي يو بيان ترمخه په دغه موقع دپاک افغان پولې دامنيت دښه کولو په گډون داړونده خوښۍ په دوه اړخيزو چارو خبرې اترې شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG