لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا افغانستان کې دداعش په ضد حملې سيوا کوي


 دداعش دخراسان څانګې سره دوفادارۍ ژمنه کوونکي زياتره جنګيالي دننګرهار ولايت جنوبي څلورو څخه پينځوؤ اولسواليو کې دي اؤ شافنر وائي هغه دغه جنګيالي ديو مرکز دجوړولو دهڅې په حال کې ليدلي.
دداعش دخراسان څانګې سره دوفادارۍ ژمنه کوونکي زياتره جنګيالي دننګرهار ولايت جنوبي څلورو څخه پينځوؤ اولسواليو کې دي اؤ شافنر وائي هغه دغه جنګيالي ديو مرکز دجوړولو دهڅې په حال کې ليدلي.

امريکا افغانستان کې په دوؤ محاذونو خپلې هڅې سيوا کوي، لمړى دا چې ددغه هيواد ختيز کې دتندروه ډلې داعش په ضد فضائي حملې سيوا کوي اؤ بل دهيواد جنوب کې هاغو افغان پوځيانو ته زيات مشاوران ورکوي کوم چې دطالبانو په ضد په جګړه بوخت دي.

افغانستان کې دامريکائي پوځ يو وياند بريګيډئير جنرل ولسن شافنر دکابل څخه دويډيو کانفرنس له لوري پينټاګون کې دزيارت په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي امريکا اندازه لګوي چې افغانستان کې دداعش دخراسان څانګې دجنګيالو شميره د1,000ؤ څخه 3,000ؤ پورې ده، داعش افغانستان، پاکستان اؤ دايران ځينې برخې دخپل تش په نوم خراسان صوبې په توګه نومولي.

دداعش دخراسان څانګې سره دوفادارۍ ژمنه کوونکي زياتره جنګيالي دننګرهار ولايت جنوبي څلورو څخه پينځوؤ اولسواليو کې دي اؤ شافنر وائي هغه دغه جنګيالي ديو مرکز دجوړولو دهڅې په حال کې ليدلي.

ننګرهار ولايت دپاکستان دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو سره ګډه پوله لري اؤ دغه شان دداعش خراسان څانګې ته دافغان جنګيالو ترڅنګ دپاکستاني طالبانو يا ټي ټي پي دجنګيالو دبهرتي کولو موقع هم په لاس ورځي.

سپينې ماڼۍ دتيرې مياشتې اخره کې افغانستان کې دداعش دجنګيالو دپه نخښه کولو دعسکري ګام منظوري ورکړې وه، له دې وړاندې به امريکائي ځواکونو افغانستان کې داعش يواځې په هاغه صورت کې په نخښه کولوچې هغوي دامريکائي پوځ لپاره نيغ په نيغه خطره وي، کله چې وي او اى پوښتنه وکړه چې ايا کله دداعش خراسان څانګې کله په امريکائي پوځيانو دحملې هڅه کړې نو شافنر وويل هغه به دهدف جوړولو اؤ تاکتيکي کچې دتفصيلاتو ځانګړتياؤ کې نۀ ځي.

شافنر وويل ختيز کې دزياتو حملو ترڅنګ امريکائي پوځ هلمند ولايت کې هم خپلې پښې مضبوطوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG