لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش کيميائي وسلې لري،سي ائي اى


 جان برينن وئيلي دي داسې ګڼ مثالونه لرو چې دغه تندروه ډلې دجګړې ميدان کې کيميائي وسلې کارولي.
جان برينن وئيلي دي داسې ګڼ مثالونه لرو چې دغه تندروه ډلې دجګړې ميدان کې کيميائي وسلې کارولي.

دامريکا سنټرل انټلي جنس ايجنسۍ( سي ائي اى) ډائريکټر وئيلي دي شام کې دداعش جنګيالو کيميائي وسلې کارولي دي.

جان برينن وئيلي دي داسې ګڼ مثالونه لرو چې دغه تندروه ډلې دجګړې ميدان کې کيميائي وسلې کارولي.

دهغه ددغه بيان اقتباسات ديو ټيلي ويژن پروګرام شپيتۀ منټه کې ښودل شوي، دجان برينن مکمله انټرويو به داتوار په ورځ په سي بي ايس چينل ښودلى شي.

برينن وويل داعش کم مقدار کې دکلورين اؤ مسټرډ ګيس جوړولو توان لري.

دسي ائي اى مشر وويل ممکنه ده دمالي ګټو لپاره داعش په لويديزو هيوادونو دکيميائي مادو دخرڅولو هڅه وکړي نو ځکه دهغه په قول ضرور ده چې داعش دخپل سمګلنګ اؤ ټرانسپورټيشن لپاره کومې لارې کارولي هغه وتړل شي.

دهغه وينا وه امريکائي انټلس جنس دداعش دتباه کولو هڅو کې په فعاله توګه بوخت دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG