لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام کې دجګړې له امله دمړو شمير 470,000 ته رسيدلى،راپور

دخپلواکه غيرسرکاري تنظيم سيرئن سينټر فار پاليسي ريسرچ ترمخه څلور لکه شامي وګړي جګړه کې دشوي تشدد له امله وژل شوي اؤ 70,000 کسان دنامناسب صحت، اوسيدو، خوراک اؤ پاکو اوبو داسانتياوؤ دنشتوالي له امله مړۀ شوي دي.

يو نوي راپور کې وئيل شوي دي شام کې پينځه کاله وړاندې دپيل شوې خانه جنګۍ څخه تر دې مهاله 470,000 کسان وژل شوي دي، دمرګ ژوبله دغه اندازه دملګرو ملتونو لخوا تيرو وختونو کې دلګول شوؤ اندازو څخه خواؤشا يو په دوه ده.

دخپلواکه غيرسرکاري تنظيم سيرئن سينټر فار پاليسي ريسرچ ترمخه څلور لکه شامي وګړي جګړه کې دشوي تشدد له امله وژل شوي اؤ 70,000 کسان دنامناسب صحت، اوسيدو، خوراک اؤ پاکو اوبو داسانتياوؤ دنشتوالي له امله مړۀ شوي دي.

دمشق کې قائم مرکز وئيلي مارچ ٢٠١١م کې دجګړې دپيل کيدو څخه تر دې مهاله 11.5 فيصده شامي ابادي يا خو وژل شوې اؤ يا ژوبل شوې ده، دغه شميره له دې وړاندې دبرطانيې يو اخبار ګارډين کې ورکړل شوې وه.

ملګرو ملتونو له دې وړاندې دشامي وګړو دمړينې شميره 250,000 اؤ دبې کوره شوؤ خلکو شميره يو کروړ اؤ دوه لکه ښودلې وه.

خو داخبار ترمخه دملګرو ملتونو دبشري حقونو دفتر د٢٠١٤م دنيمائي څخه دمړو شوؤ شميره دباور جوګه معلوماتو لرونکو سرچينو پورې درسد دنشتوالي له امله اودرولې وه.

سيريئين سينټر فار پاليسي ريسرچ وئيلي دي خانه جنګۍ کې خواؤشا ١٩ لکه کسان ژوبل شوي اؤ يو کروړ ٣٨ لکه کسان بې روزګاره دي.

دراپور ترمخه دملک ٤٥ فيصده ابادي دجنګ شروع کيدو نه پس دخپلو کورونو په پريښودو مجبوره شوې چې پکې ٤٠ لکه کسان دملک نه تښتيدلي اؤ٦٤ لکه دملک دننه بې کوره شوي دي.

دامريکا په مشرۍ ائتلاف شام کې دداعش دجنګيالو دله مينځه وړلو هڅې کوي اؤ غواړي صدربشارالاسد اقتدار څخه بيل شي خو روس ايران دصدر اسد په مخالفينو حملې کوي اؤ دهغوي ملاتړ کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG