لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجنرل راحيل لخوا دترهه ګرو دخواخوږو په ضد په ګامونو اخستو ټينګار


 دميډيا راپورونو ترمخه جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) راولپينډۍ ښار کې دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دکورکمانډرانو کانفرنس کې دسيمه ييزې سلامتۍ په ګډون دهيواد دکورني امنيتي صورتحال جاج اخستل شوى.
دميډيا راپورونو ترمخه جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) راولپينډۍ ښار کې دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دکورکمانډرانو کانفرنس کې دسيمه ييزې سلامتۍ په ګډون دهيواد دکورني امنيتي صورتحال جاج اخستل شوى.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف يوځل بيا دترهه ګرو دبهرني مدد ، هغوي ته دمرستې ورکولو دداخلي نيټ ورک اؤ ترهه ګرۍ په ضد دجګړې ددوامداره ساتلو اراده څرګنده کړې ده.

دميډيا راپورونو ترمخه جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) راولپينډۍ ښار کې دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف په مشرۍ دکورکمانډرانو کانفرنس کې دسيمه ييزې سلامتۍ په ګډون دهيواد دکورني امنيتي صورتحال جاج اخستل شوى.

په دغه موقع دپوځ سرلښکر وئيلي دي ترهه ګرو ته ملک دښمنه غيرملکي ايجنسۍ مالي مرستې ورکوي اؤ ددغو ترهه ګرو خواخوږي پاکستان کې هغوي ته پناه ورکوي

په ډاګه دې وي چې تيره يوه اوونۍ کې دا دوهم ځل دى چې دپاکستان دپوځ سرلښکر هيواد کې دترهه ګرو دخواخوږو يادونه کړې، له دې وړاندې تيره اوونۍ دوزيراعظم نوازشريف لخوا دائي ايس ائي د هيډکوارټر ددورې په مهال هم دغسې څرګندونې کړې وې.

جنرل راحيل دغه څرګندونې هم په هاغه ورځ کړي چې دپاکستان ديوې حساسې ادارې انټلي جنس بيورو( ائي بي) مشر افتاب سلطان دسينيټ دخارجه چارو دقائمه کميټۍ په وړاندې اعتراف کړى ؤ چې پاکستان کې دداعش خطره راپورته کيږي ځکه زياتره ترهه ګريزې ډلې ددغه تنظيم لپاره دخواخوږۍ جذبه لري.

جنرل راحيل شريف خبردارى ورکړى چې شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو ضرب عضب کې دکاميابو ترلاسه کولو باوجود، دکوم په نتيجه کې چې دترهه ګرۍ کچه کې کمى راغلى، دغه جګړه زياته پيچيده اؤ دګټلو څخه لرې ده، خو ترهه ګرو ته دماتې ورکولو په اړه دپوځ سرلښکر داميد څرګندونه هم کړې.

دپاکستان سياسي اؤ عسکري مشرانو دپيښور دسانحې څخه وروستو ټول هيواد کې دترهه ګرۍ دخاتمې په غرض يوه تګلاره هم جوړه کړې وه خو ناقدين وائي حکومت مدرسو کې داصلاحاتو، دترهه ګرو دمالى مرستو مخنيوي اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې دتندروه تنظيمونو په ضد فيصله ييزو ګامونو اخستو کې بريالى شوى نۀ دى.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کړي چې پکې يې تر دې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنگيالو دوژلو دعوه کړې ده.

سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري اؤ له دې امله دغلته روانو عملياتو اؤ پکې دواړو اړخو ته داوښتونکې مرگ ژوبلې په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانګې( ائي ايس پي ار) لخوا دجاري شوي بيان ترمخه دپوځ سرلښکر وويل مونږ به پاکستان کې دامنيت په ټينګښت کې کاميابيږو، پاکستان څخه به ترهه ګر ختموؤ اؤ دهيواد دښمنه عناصرو ارادې به ناکاموؤ.

دپوځ دوياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه دسيمه ييزو اسانتيا ورکوونکو دبيا بيا يادونې مقصد دتندلاريتوب اؤ ترهه ګرۍ دخاتمې دارادې څرګندونه ده اؤ هغه دعوه کړې چې دترهه ګرو ګڼ سهولت کاران نيول شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG