لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحساسې ادارې دمشر لخوا پاکستان کې دداعش دموجودګۍ اعتراف


 دشورو په ورځ  دسينيټ دداخله چارو  دقائمه کميټۍ په وړاندې  دائي بي ډائريکټر جنرل افتاب سلطان وويل  دلشکرجهنګوي اؤ سپاه صحابه پشان  تندروه تنظيمونه  داعش لپاره نرمه ګوشه لري.
 دشورو په ورځ  دسينيټ دداخله چارو  دقائمه کميټۍ په وړاندې  دائي بي ډائريکټر جنرل افتاب سلطان وويل  دلشکرجهنګوي اؤ سپاه صحابه پشان  تندروه تنظيمونه  داعش لپاره نرمه ګوشه لري.

دزياتې مودې راهسې دچارواکو لخوا پاکستان کې دداعش دوجود څخه دانکار وروستو په لمړي ځل دپاکستان ديوې حساسې ادارې( انټلي جنس بيورو) مشر داعش دغه هيواد لپاره يوه نوې راپورته کيدونکې خطره ګرځولې اؤ وئيلي يې دي چې نور کالعدم تندروه تنظيمونه هم بيا دسره منظم کيږي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ اؤ حکومت دعوه کوي چې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يې دعملياتو په نتيجه کې دترهه ګرو ملا ماته کړې اؤ هغوي دهغوي دمنظمو حملو توان ته يې زيان رسولى.

پاکستان کې دچارواکو په دغسې دعوؤ پوښتنې وروستو له هغې راولاړې شوې اؤ داپوزيشن ګوندونو لخوا په حکومت سختې نيوکې وشوې چې کال ٢٠١٤م کې دپيښور دارمي پبلک سکول دسانحې څخه وروستو تيره مياشت دخيبرپښتونخوا دچارسدې په باچاخان يونيورسټۍ هم ترهه ګرو يوه منظمه حمله وکړه اؤ خواؤشا ٢١ کسان يې ووژل چې پکې اکثريت دطالب علمانو ؤ.

دپاکستان سياسي اؤ عسکري مشرانو دپيښور دسانحې څخه وروستو ټول هيواد کې دترهه ګرۍ دخاتمې په غرض يوه تګلاره هم جوړه کړې وه خو ناقدين وائي حکومت مدرسو کې داصلاحاتو، دترهه ګرو دمالى مرستو مخنيوي اؤ په ځانګړې توګه پنجاب صوبه کې دتندروه تنظيمونو په ضد فيصله ييزو ګامونو اخستو کې بريالى شوى نۀ دى.

خو ډي جي ائي بي هم دعوه کړې ده چې دپنجاب حکومت دکالعدم تنظيمونو په مالي مرسته لګيدلي بنديز باندې عمل درامد کړى دى.

دشورو په ورځ دسينيټ دداخله چارو دقائمه کميټۍ په وړاندې دائي بي ډائريکټر جنرل افتاب سلطان وويل دلشکرجهنګوي اؤ سپاه صحابه پشان تندروه تنظيمونه داعش لپاره نرمه ګوشه لري.

ډائريکټر جنرل افتاب سلطان وويل پاکستان کې دداعش موجودګي مخې ته راغلې ده.

هغه وويل چې قبائيلي سيمو کې ځينو جهادي ډلو وسله غورځولې اؤ ځينې دې لړ کې سوچ کوي.

کميټۍ ته دبريفنګ په مهال هغه وويل چې خيبررپښتونخوا اؤ اسلام اباد څخه ٥٨١ ترهه ګر نيول شوي دي، خيبرپښتونخوا کې ١٧ ترهه ګريزې حملې شوي.

افتاب سلطان دداخله چارو قائمه کميټۍ ته وويل ترټولو دلويې ترهه ګريزې ډلې کالعدم تحريک طالبان ملا ماته کړل شوې خو هيواد څخه دترهه ګرۍ خاتمې لپاره به نور داتوؤ څخه لس کلونه لګيږي.

هغه وويل شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې ترهه ګر دپولې پورې غاړې(افغانستان ته) اوښتي.

هغه وويل دترهه ګريزو ډلو جرړې پخپل مينځ کې پيوست دي اؤ بيلا بيل تنظيمونه دترهه ګريزو حملو ذمه واري قبلوي.

ډي جي ائي بي وويل دشپږو مياشتو په مهال خيبرپښتونخوا کې پينځه سوه يو اتيا ترهه ګر نيول شوي دي.

هغه وويل دترهه ګري خاتمه که هر څو يو لويې چيلنج دى خو دپاکستان امنيتي اؤ انټلي جنس ادارې په دې دقابو موندلو توان لري.

دکميټۍ مشر سينيټر رحمان ملک وائس اف امريکا سره خبرو کې وويل دداعش موجودګي دانديښنې علت ضرور دى خو ددې مخنيوي لپاره هم کوششونه روان دي.

تندروه ډلې داعش ٢٠١٤م کې دعراق اؤ شام په لويه برخه دقبضې څخه وروستو دخپلې کار ددائرې خراسان يعنې پاکستان، افغانستان اؤ خواؤشا سيمو پورې دغزولو اعلان کړى ؤ.

تر دې مهاله دپاکستاني چارواکو دريځ پاتې شوى چې هيواد کې مختلف تنظيمونه دداعش دنوم په کارولو سره دپام ترلاسه کولو کوشش کوي خو ددغه تنظيم پاکستان کې کوم وجود نشته.

خو له دې وړاندې دپاکستان بيلا بيلو برخو کې دداعش کارکوونکي نيول شوي، ددغه ډلې په حق کې وال چاکنګ شوى اؤ څو مياشتې دمخه يو شمير پاکستاني طالب کمانډرانو داعش کې دشامليدو اعلان هم کړى ؤ.

په عين حال کې تر پينځوؤ زرو دمختلفو مسلکونو ديني مشرانو اسلام اباد کې شوي کانفرنس کې دتندروه ډلې داعش غندنه کړې اؤ ځوان نسل يې ددغه ډلې دارادو څخه دلرې ساتلو لپاره يې علماؤ ته دکردار ادا کولو وينا کړې ده.

دپيغام اسلام په عنوان سره ددغه کانفرنس تابيا کوونکي دپاکستان علما کونسل مشر حافظ طاهر اشرفي وائس اف امريکا اردو څانګې سره خبرو کې وويل دکانفرنس له لارې په علماؤ زور راوړل شوى چې هغوي دې داسلام اؤ جهاد په نوم دبې ګناه انسانانو دوينې توئيونکو ډلو په ضد دعمل ميدان ته را اوځي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG