لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باچاخان پوهنتون محفوظ ځايې ته دمنتقل کولو تجويز


باچاخان پوهنتون باندې تېره مياشت ترهګر بريد شوی ۲۱ کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .
باچاخان پوهنتون باندې تېره مياشت ترهګر بريد شوی ۲۱ کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .

د پاکستان هائيرايجوکېشن کمېشن (اېچ اي سي) د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې د باچاخان پوهنتون محفوظ ځايې منتقل کولو په يو تجويز غور کوي .

باچاخان پوهنتون باندې تېره مياشت ترهګر بريد شوی ۲۱ کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .

د انګرېزۍ ورځپاڼۍ ډان د رپورټ ترمخه د اېچ اي سي د چيئرمېن پروفېسر ډاکټر مختاراحمد په مشرۍ يو پلاوی د نهې په ورځ د باچاخان پوهنتون ته ورغلی او په دغه تجويز يې خبرې اترې کړي دي .

د باچاخان پوهنتون ودانی په کال ۲۰۱۲م کې د اېګريکلچر په ملکيت باندې جوړ شوی او وروستو د پوهنتون د کېمپس دپاره د چارسده موټروی سره نزدې ۸۰۰ سوه کناله ځمکه ځانګړې کړی شوې وه، خو د اېچ اي سي مشر وئيلي په دغه ځايې ډېر زيات تجاوزات (ناجائزه قبضې) دي او دا په هر صورت لرې کول پکار دي .

د اېچ اي سي چارواکو وئيلي د کېمپس دپاره د وړاندې نه ټاکل شوی ځايې ډېر محفوظ دی . چارواکو وئيلي موجوده پوهنتون د يو کلي په خوا کی دی او دغه ځايې د تعليمي ادارې دپاره ډېر ښه نه دی .

د اېچ اي سي چيئرمېن ډان ته وئيلي چې د پوهنتون انتظاميې ته يې د پوهنتون دپاره مختص کړی شوي ځايې ته د منتقل کولو په لړ کې د ماسټرپلان تيارولو وئيلي دي .

هغه وئيلي چې مونږ به د ماسټر پلان او اړونده دستاويزاتو ترلاسه کېدو نه پس په دغه پروسه کار پېل کوو .

د اېچ اي سي وياندې عائشه اکرام وئيلي د دستاويزاتو ترلاسه کېدو وروستو به کمېشن (پي سي ون) د پلاننګ کمېشن فارم ون تياروي او د منصوبې سرته رسولو دپاره به مرکزي حکومت فنډ ورکوي .

د کمېشن پلاوي د کېمپس د امنيت احوال معلوم کړی، د نورو امنتي ګامونو اخستو ترڅنګ يې په دغه لړ کې د ايچ اي سي د ملاتړ جاج هم اخستی دی .

د رپورټ ترمخه د پوهنتون وايس چانسلر ډاکټر فضل رحيم مروت دکمېشن پلاوي ته پوهنتون باندې د شوي ترهګر بريد او د امنيت دپاره پورته کړی شوؤ ګامونو په اړه احوال تېر کړی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG